حکمتیار: د جنګ ختمولو لپاره دې د موجوده نظام ملاتړ وشی
د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ډله وایی چې د جنګ ختمولو او امنیت راتلو لپاره باید له موجوده نظامه ملاتړ وشی، بدلون باید د ټول ولس په رایه او د لوریو د تفاهم او توافق په پایله کې رامنځته شی
دغه څرګندونې د حزب اسلامی له خوا په هغې خبرپاڼه کې راغلې چې د کابل د وروستیو پېښو په غبرګون کې یې نن پژواک خبری اژانس ته رالېږلې ده.
حزب اسلامی پر ټولو افغانانو، سیاسی ګوندونو، اغېزمنو اجتماعی ټولنو او شخصیتونو غږ کړی چی یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړی، خپل وران او جنګ ځپلی هېواد له روانې بد مرغۍ جګړې، بې امنیو، مفسدینو، لوټمارانو او ترهګرو له شره وژغوری.
دغه راز له هغو غوښتل شوی چې د وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټول کړی، د پردیو د مټو او وسلو په زور قدرت ته د رسېدو او په قدرت کې د پاتې کېدو مخکنۍ کرغېړنې او خونړۍ تجربې لرې وغورځوی.
حزب اسلامی ویلی، دوی باید هغه فتنه ګر له خپلو لیکو ورټی او د هېواد او ولس دښمنان یې وګڼی چې له شعارونو یې د وینو بوی راځی، د جګړې دوام غواړی او نور وسله وال رقابت ته هڅوی.
حزب اسلامی ویلی، هېڅ ډله دا حق نه لری چې د حکومت نړولو او بدلولو لپاره له زور او ځواکه کار واخلی او وسله وکاروی.
سرچینې زیاته کړې، داسې هڅه په حقیقت کې د تېرو ترخو او خونړیو ناکامو تجربو تکرار دى چې هېڅوک ترې څه نه شی ترلاسه کوى.