حزب اسلامی ګوند دمخالفانو په مقابل کې د کابل حکومت ملاتړ کوی
دافغانستان د حکمتیار په مشرۍ دحزب اسلامی ګوند ویندوی حشمت ا... ارشد له تسنیم خبری آژانس سره په خبرو کې دافغانستان د ولسمشر اشرف غنی باندې دنیوکه کونکو ائیتلاف ته په اشارې سره ټینګار وکړ ، دغه ګونډ دهغو ځان منامه او فرصت غواړو او هغو موضوعګانو په مقابل کې چې افغانستان دتفرقې او نفاق په لور کاږی ، د دغه هیواد داوسنی نظام ترڅنګ ورسره مبارزه کوی .
حشمت ا... ارشد زیاته کړې دافغانستان حزب اسلامی ګوند به یو کس اویا بهیر ته هیڅکله هم اجازت ورنکړی چې نظام د ځوړتیا یا نسکوریدا په لور وکاږی .
ګلبدین حکمتیار له اشرف غنی حکومت سره د تیر کال په ستمبر کې دویډیو کنفرانس له لارې دسولې موافقه لاسلیک کړې او له هغه وخته ئې په بیلابیلو موقعو کې د مخالفانو په مقابل کې کابل له حکومته بشپړ ملاتړونه هم اعلان کړی دی .