په فراه ولایت کښې د طالب ډلې لخوا د عامه خلقو وژله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i52178-په_فراه_ولایت_کښې_د_طالب_ډلې_لخوا_د_عامه_خلقو_وژله
د افغانستان د فراه ولایت د پولیسو قوماندان په دغه سیمه کښې د طالب ډلې لخوا د عامه خلقو د وژلې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 16, 2017 18:13 Asia/Kabul
  • په فراه ولایت کښې د طالب ډلې لخوا د عامه خلقو وژله

د افغانستان د فراه ولایت د پولیسو قوماندان په دغه سیمه کښې د طالب ډلې لخوا د عامه خلقو د وژلې خبر ورکړ.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې ګلبهار مجاهد نن د طالب ځواکونو لخوا د دغه ولایت په ځینو سیمو کښې په ډزو سره د عامه خلقو د وژلې د خبر په ورکولو سره وویل: دغه ډله په داسې اقداماتو سره کوشش کوی چې د خلقو ترمېنځ رعب او ویره رامنځته کړی.

هغه همدارنګ وویل په هغو ګڼ شمېر عملیاتو کښې چې د دغه ولایت د امنیتی ځواکونو لخوا په مختلفو سیمو کښې د امنیت د رامنځته کولو په خاطر ترسره شول او تر اوسه یې طالب ډلې ته سخت ګوزارونه ورکړی دی زیاتې اډې یې د دغې ډلې د غړیو له وجوده پاکې کړې دی.

مجاهد همدارنګ د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کښې وروستیو نښتو ته په اشارې سره زیاته کړه: په دغو نښتو کښې طالب ډلې ته د سر او مال زیات تاوانونه رسېدلی دی او درې امنیتی خواکونه هم پکښې ژوبل شول.

هغه تاکید وکړ چې د طالب ډلې او نورو ترهه ګرو ډلو له وجوده د دغه ولایت د بشپړه پاکولو لپاره د ولایت په مختلفو سیمو کښې به د پاکسازۍ عملیات په راتلونکو څو ورځو کښې یو ځل بیا شروع شی.