افغان ولسمشر: په سرپل کښې د قتل عام انتقام به واخلو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i53724-افغان_ولسمشر_په_سرپل_کښې_د_قتل_عام_انتقام_به_واخلو
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د سرپل ولایت په میرزاولنګ ولسوالۍ کې د ولسی کسانو په عام وژنې سره وښودله چې هېڅ پوله په رسمیت نه پېژنی او امنیتی ځواکونه به د دې عام وژنې د غمیزې له عاملینو څخه غچ واخلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2017 16:59 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر: په سرپل کښې د قتل عام انتقام به واخلو

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د سرپل ولایت په میرزاولنګ ولسوالۍ کې د ولسی کسانو په عام وژنې سره وښودله چې هېڅ پوله په رسمیت نه پېژنی او امنیتی ځواکونه به د دې عام وژنې د غمیزې له عاملینو څخه غچ واخلی.

د رپوټ له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی چې نن یې د هېواد په امنیتی او دفاعی سکتور کې له اداری فساد سره د مبارزې په ګډه غونډه کې وینا کوله، د سرپل ولایت د میرزاولنګ پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره زیاته کړه:"د دغه ملت دښمنانو وښودله چې د افغانیت، اسلامیت او انسانیت پوله په رسمیت نه پېژنی، زه د دغې پېښې غمجنو کورنیو له هر یوه غړی سره په غم او درد کې ځان شریک ګڼم او ژمنه کوم چې زموږ دفاعی او امنیتی ځواکونه به د دغو کسانو غچ واخلی"

هغه وویل:" هغه جنایتونه چې په میرزااولنګ کې ترسره شول، د جګړې د بڼې د بدلون نوې بېلګه ده، هماغه شان د دغو جنایتونو نورې بېلګې په کابل، هرات او له هغو مخکې په غور کې رامنځ ته شوې دی."

افغان ولسمشر وایی چې د دښمنانو د جنایتونو په طریقه   کې د بدلون ستر لامل، هغه ماتې ده چې دوى د مخامخ جګړې په ډګر کې خوړلې، د جګړې په ډګرونو کې یې د خپلې بریا هیله له لاسه ورکړې ده او هغوى ولیدل چې د تېرو کلونو په پرتله د پوځیانو د عمل چټک توب او د خوځښت څرنګوالی داسې پرمختګ کړى چې دوى یې اټکل هم نه کاوه.

د هغه په وینا، د افغانستان دښمنان په تیوره، جانی خېلو، کوهستاناتو او د هېواد په نورو سیمو کې د دفاعی او امنیتی ځواکونو پروړاندې له پښو لوېدلی او د خپلو ماتو د جبرانولو لپاره یې له  ولسی خلکو په وژنو لاس پورې کړى او لمونځ کوونکو، ښوونکو، بزګرو او نورو بې دفاع کسانو څخه خپل غچ اخلی او بوږنونکی جنایتونه ترسره کوی.

هغه په ډاګه کړه چې اوس د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه، ددښمن پر وړاندې له  دفاعی او یرغلیزو دواړو ستراتیژیو کار اخلی، تر څو  د هغوى وړتیا او ناوړه پلانونه شنډ کړی.

افغان ولسمشر وایی، اوسمهال چې دښمن په هره سیمه کې سر پورته کړی، د هېواد د پوځیانو له خوا سخت ځپل  کیږی او د درنې مرګ ژوبلې په زغملو سره له ډګر څخه تښتی.

د سرپل ځایی چار واکو ویلی چې وسله والو مخالفینو  درې ورځې وړاندې په سرپل کې له ماتې وروسته ددغه ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې ٥٢ولسی کسان چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شامل دی ووژل.