له ترهه گرود سرپل د میرزااولنګ سیمې د آزادولوعملیات پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i53742-له_ترهه_گرود_سرپل_د_میرزااولنګ_سیمې_د_آزادولوعملیات_پیل_شول
زمونږخبریال راپور راکړ دافغانستان په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین غونډ دپوځ قوماندان نصر ت ا.... جمشیدی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دسرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ دمیرزا اولنګ سیمې د پاکونې عملیات نن سهار پیل شوی او داهم وئیل شوی چې دافغانستان مرکزی حکومت له خوا هم زیاتې تدارکاتی مرستې ورلیږدول شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2017 07:45 Asia/Kabul
  • له ترهه گرود سرپل د میرزااولنګ سیمې د آزادولوعملیات پیل شول

زمونږخبریال راپور راکړ دافغانستان په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین غونډ دپوځ قوماندان نصر ت ا.... جمشیدی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دسرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ دمیرزا اولنګ سیمې د پاکونې عملیات نن سهار پیل شوی او داهم وئیل شوی چې دافغانستان مرکزی حکومت له خوا هم زیاتې تدارکاتی مرستې ورلیږدول شوی دی .

دهغه په وینا،  دغه عملیات  به   له درستو وسله والو ترهه ګرو د   دمیرزا اولنګ سیمې  دپاکولو او دهغوی دنابودولو پورې  دوام ولری .

  له دې مخکې هم  دافغانستان د دفاع وزارت ویندوی  دولت وزیری  وئیلی وو ، دجنایتکارو ترهه ګرو په لاس  دعامو خلکو د  وژلو دمخینوی لپاره  ځانګړی کمانډوز  سرپل ته لیږدول شوی دی او  په ډګر کې قوماندانانو هم  خپل ټول توان  د میرزا اولنګ  سیمې  دآزادولو لپاره   کارولی دی .

 دراپورونو په اساس  په   دغې سیمې کې   کلابند په سلګونو کورنیو ژوند له جدی خطرو سره مخ دی او که  دوسله والو  جنایتکارو    له سپیرۀ وجوده دغه سیمه پاکه نشی، نو ممکنه  ده  په دغې سیمې کې ستره  انسانی غمیزه رامینځة شی .