حزب اسلامي د انتخاباتو د نتیجې ټاکلو توان نه لري
Aug 09, 2017 16:11 Asia/Kabul
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه وویل: د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي دومره پیاوړی ګوند نه دی چې د هیواد د ولسمشریزو انتخاباتو نتیجه وټاکي.
وحید مژده نن زمونږ خبریال ته په یوه مرکه کښې د ګلبدین حکمتیار دې وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي یې وو، د افغانستان راتلونکی ولسمشر به هغه څوک وي چې حزب اسلامي یې وغواړي، وویل: حزب اسلامي دومره قدرت نه لري چې د انتخاباتو نتیجه وټاکي.
مژده صیب څرګنده کړه: په تیرو انتخاباتو کښې هم چې قطب الدین هلال د حزب اسلامي په استازیتوب ځان د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړی و، د ګوند دریځ یې دا و چې هغه به په وړومبي پړاو کښې د رایو په پریکنده اکثریت سره د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کړي خو هلال د ټولو رایو یوازې دوه فیصده ترلاسه کړی شوې.
ټیګونه