ګلبدین حکمتیار له داعش ډلې سره غږمله او ملګری دی
دافغانستان دبلخ والی دغه راز له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره دګلبدین حکمتیار د غږمله کیدا او ملګرتیاپه باب هغه ته جدی خبرداری هم ورکړ.
تسنیم خبری آ ژانس راپور ورکړ دافغانستان دبلخ والی او جمعیت اسلامی ګوند مشر عطامحمد نور په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ،هیڅ شک نشته چې دحزب اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له داعش ډلې سره بیعت کړی او په افغانستان کې دشعیانو پشمول په ډله ایزو وژلو کې ونډه لری .
عطامحمد نور زیاته کړې په افغانستان کې دګلبدین حکمتیار قومی او مذهبی اختلافات او د اهل تشیّع په وړاندې دهغه دریځونه په دغه هیواد کې له شیعه وژنې پرته بل هیڅ پیغام نه لری .
دافغانستان دبلخ والی دغه راز له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره دګلبدین حکمتیار د غږمله کیدا او ملګرتیاپه باب هغه ته جدی خبرداری هم ورکړ.
داپه داسې حال کې دی چې په افغانستان کې دجوماتونوپشمول په بیلابیلو عامو ځایونو کې په وحشی ډوله جنایتونوکې چې زیاتره ئې پړه همدغه تکفیری ترهه ګر ډله داعش په غاړه اخلی په سلګونو مظلوم افغانان چې ښځې اوماشومان هم پکې ترسترګو کیږی شهیدان اوټپیان شوی دی .