حکمتیار:بهرنی پوځیان د افغانستان جنګ د ختمولو توان نه لری
د افغانستان د حزب اسلامی مشر وویل:د آمریکا په مشری بهرنی پوځیان ،د افغانستان امنیت په ټینګولو کښې بیخی بیوسه دی.
زمونږ خبریال راپور راکړی،ګلبدین حکمتیار نن هرات ولایت ته په سفر کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې زیاته کړه:د افغانستان جنګ څلور لسیزې اوږد شو او آمریکا یې د ختمولو جوګه نه ده.هغه د افغانستان په شپیته سلنه خاوره کښې د جنګ پر دوام په ټینګار سره وویل:اوس د جنګ لمن کابل ته هم غځیدلی ده.
حکمتیار په خپل هیواد کښې د سولې او امنیت د ټینګولو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې ته په نغوتې سره ټینګار وکړ:د افغانستان روان جنګ هاله ختمیدلای شی چې یوه بین الافغانی سوله راوستل شی.
د افغانستان د حزب اسلامی مشر د هیواد په کورنیو چارو کښې د بهرنیو لاسوهنو د بندولو پر اړتیا په ټینګار سره له درستو بهرنیو هیوادونو وغوښتل په افغانستان کښې دې خپلې هغه لاسوهنې ختمې کړی چې د جنګ زمینه برابروی.
هغه د افغانستان له سولې بهیر سره د طالبانو یوځای کیدا ته په اشارې سره زیاته کړه:دغه ډله په افغانستان کښې اولسی اډاڼه نه لری.