دهرات ولس دګلبدین حکمتیار په کړنو په اعتراض کې مظاهره وکړه .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i56363-دهرات_ولس_دګلبدین_حکمتیار_په_کړنو_په_اعتراض_کې_مظاهره_وکړه_.
مظاهره چیانو دشعارونوپه ورکولو حکمتیار د داخلی جنګونو اصلی عامل معرفی کړ او ټینګار ئې کاوه ، حکمتیار غواړی خپل سیاسی سیالانو له ډګره حذف کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2017 14:36 Asia/Kabul
  • دهرات  ولس دګلبدین حکمتیار په کړنو په اعتراض کې مظاهره وکړه .

مظاهره چیانو دشعارونوپه ورکولو حکمتیار د داخلی جنګونو اصلی عامل معرفی کړ او ټینګار ئې کاوه ، حکمتیار غواړی خپل سیاسی سیالانو له ډګره حذف کړی .

 زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  دافغانستان  دهرات ولایت  په سلګونو خلکو  نن  دهرات  ولایت د  ودانۍ په وړاندې  په غونډیدو  او دپلې کارډونو په اوچتولو سره  په دغه ښار کې د ګلبدین حکمتیار  په شتون  خپل اعتراض نندارې ته وړاندې کړ.

  مظاهره چیانو    دشعارونوپه  ورکولو  حکمتیار    د  داخلی جنګونو  اصلی عامل معرفی کړ او  ټینګار ئې کاوه ،  حکمتیار  غواړی  خپل سیاسی سیالانو له ډګره حذف کړی .

 ګلبدین حکمتیار   پرون    له خپلو   پلویانو  سره دلیدوکاتو په موخې  هرات ښار ته ورغلی  او د دغه ښار په جامع جومات کې ئې وینا کړې .

 دافغانستان د حزب اسلامی  ډلې مشر  له شلو کلونو وروسته دلومړی ځل لپاره  پرون   په هرات کې دخپلو یوشمیر  پلویانو په مینځ کې راڅرګند شو  او ځینی لانجمنې  څرګندونې  ئې کړی دی .