حکمتیار دې دڅرګندونو په وخت له احتیاطه کار اخلی
دافغانستان د انتخاباتو دکمیشن د دارالانشاء مشر دغه راز وئیلی ، حزب اسلامی هڅه کوی ، څو ځان پیاوړی او نورو ګوندونه هم کمزوری وبریښوی او دلازیات پام دجذبولو لپاره دغه شان خبرې مطرح کړی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ دافغانستان د انتخاباتو دکمیشن د دارالانشاء مشر امام محمد وریماچ دولسمشرۍ دراتلونکو انتخاباتو په باب د د دغه هیواد دحزب اسلامی ګوند دمشر په ورستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او وئیلی ئې دی ،ګلبدین حکمتیار دې د څرګندونو په وخت له احتیاطه کار اخلی او د ملی اوګارنونو په اړه کې دې وارمخکې قضاوت نه کوی .
ګلبدین حکمتیار په همدارووسیتو کې دافغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې فاسدو کسانو ته د خلکو درائ په نه ورکولو په ټینګار سره وئیلی وو ،که مجاهدین متحد شی ، نو دافغانستان راتلونکی ولسمشر اوحکومت به حزب اسلامی وټاکی .
دافغانستان د انتخاباتو دکمیشن د دارالانشاء مشر دغه راز وئیلی ، حزب اسلامی هڅه کوی ، څو ځان پیاوړی او نورو ګوندونه هم کمزوری وبریښوی او دلازیات پام دجذبولو لپاره دغه شان خبرې مطرح کړی .
دافغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا...عبدا... هم انتخابات یو ملی بهیر بللی او وئیلی ئې دی ، ا نتخابات کوم خاض کس سره اړه نه لری . دافغانستان دحزب اسلامی حکمتیار ډلې مشر دوه میاشتې مخکې هم په خبری ناستې کې وئیلی وو دغه ګوند دافغانستان دراتلونکی ولسمشر په ټاکنې کې غوره رول لری او هغه څوک به ولسمشر شی ،چې حزب اسلامی ئې وغواړی .