عبدالله عبدالله د حکمتیار څرګندونو ته سخت غبرګون وښود
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي شورا مشر د دغه هیواد د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار هغو څرګندونو ته غبرګون وښود چې د افغانستان جنګ یې (قومي جنګ) بللی و.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې عبدا... عبدا... پرون په پنجشیر ولایت کښې د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کښې همداشان وویل: د افغانستان جنګ قومي نه دی بلکې د جهل او ظلمت ترمینځ جنګ دی.
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي شورا مشر همداشان خبرداری ورکړ چې که چیرې د هیواد سیاسي او مذهبي شخصیتونه د روان کړکیچ د هواري او د جنګ د ختمولو لپاره کوشش ونه کړي نو د افغانستان ستونزې به لا پیچلې شي.
هغه وویل چې په داشان حساسو شرایطو کښې د ځینو چارواکو لخوا هر نه سنجول شوی او ناسم پيغام عامه افکارو او ملي ګټو ته جدي زیان رسوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم پرون د حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کښې ویلي وو چې افغان امنیتي ځواکونه د ترهګرو ډلو له حملو سره مقابله کوي.