دافغانستان خلکو د امریکا او اسراییلو بیرغونه وسوزول
(last modified Fri, 08 Dec 2017 14:43:22 GMT )
Dec 08, 2017 19:13 Asia/Kabul
  • دافغانستان خلکو د  امریکا او اسراییلو بیرغونه وسوزول

افغانستان کې زرګونو تنو، د امريکا له خوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس په رسميت پېژندلو په غبرګون کې لاريونونه وکړل

دوی وويل چې د امريکا دغه کړنه د نړۍ مسلمانانو ته د منلو نه ده.

نن زرګونو تنو د کابل ښار د عبدالرحمن او نعمان بن ثابت جوماتونو کې هم د جمعې د لمانځه تر ادا کولو وروسته د ټرامپ د يادې پرېکړې پر ضد لاريونونه وکړل.

د عبدالرحمن جومات لاريون کوونکو مرګ پر امريکا، مرګ پر اسراييلو او مرګ پر ټرامپ شعارونه ورکول.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي شهزاده شاهد او د لاريون ګډوانوال وويل چې د ټرامپ ياده پرېکړه د نړۍ مسلمانانو ته د منلو نه ده، ځکه چې په بيت المقدس کې د الاقصى جومات د ملسمانانو لومړۍ قبله ده او دغه مځکه د مسلمانانو ده.

هغه وويل چې د افغانستان مسلمانان د فلسطين د مسلمانانو تر شا ولاړ دي او چمتو دي چې د هغوى له حقونو دفاع وکړي.

لاريون کوونکو د پرېکړه ليک په صادرولو سره، له امريکا سره د افغانستان د اړيکو د پرې کولو او دغه راز په افغانستان کې د امريکا سفارت د تړلو غوښتنه وکړه.

 له بلې خوا نن لسګونو تنو د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې هم د امريکا د يادې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ. هغوى هم د امريکا او اسراييلو بيرغونه تر پښو لاندې کړل او اور يې ورته کړ.

د افغانستان د اسلامي نهضت مشر مولوي محمد مختار مفلح چې دغه لاريون يې تنظيم کړى و، د امريکا پر سياستونو د سختو نيوکو تر څنګ وويل:" موږ د افغانستان مسلمان ملت په صراحت سره اعلانوو او جنايتکارې امريکا ته وايو چې دغه ملت د اقصا جومات له داعيې لاس نه اخلي او موږ کامل ايمان لرو چې قدس به يو ځل بيا د اسلام د سپاهيانو  په لاس ازاد شي."

دغه راز په نيمروز ولايت کې هم نن زرګونو تنو د ټرامپ د يادې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ. هغوى هم د مرګ پر امريکا او اسراييلو شعارونه ورکول او د ټرامپ دغه اقدام يې په سختو ټکو وغانده.

د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې هم زرګونو تنو ورته لاريون وکړ. دغو لاريون کوونکو هم د جمعې تر لمانځه وروسته د تالقانو ښار له جامع جومات څخه د ښار تر مرکزي چوک پورې لاريون وکړ.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت او ځيني ګوندونو هم د ټرامپ ياده پرېکړې غندلې او د يو خپلواک هېواد لپاره د فلسطين د خلکو د حقونو د تامين غوښتنه يې کړې ده.