طالبانوپه هلمند او فراه کې۳۷عسکر مړه او ژوبل۲پوستې هم نیولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i61431-طالبانوپه_هلمند_او_فراه_کې۳۷عسکر_مړه_او_ژوبل۲پوستې_هم_نیولی_دی
دویلو ده چې دافغانستان ملی امنیت ځواک له شنبې ورځې راهسې دهیوادپه بیلابیلو سیمو کې ځانګړی پاکونکی عملیات پیل کړی دی .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Dec 17, 2017 18:47 Asia/Kabul
  • طالبانوپه هلمند او فراه کې۳۷عسکر مړه او ژوبل۲پوستې هم نیولی دی

دویلو ده چې دافغانستان ملی امنیت ځواک له شنبې ورځې راهسې دهیوادپه بیلابیلو سیمو کې ځانګړی پاکونکی عملیات پیل کړی دی .

د طالبانو یوه ویندوی  قاری یوسف  احمد  له مونږسره په لنډ تماس کې مدعی شوی طالبابنو بیګا د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند دوهمې حوزې په قلعه سنګ سیمه کې د  افغان عسکرو  ۲ پوستې نیولی  او په نتیجې کې  شپاړس عسکر وژل شوی او د دیارلسو عسکرو مړی  تر نن ورځ پورې په ډګې کې پاتې وو .

هغه دغه راز ادعا کړې په دغو عملیاتو کې ئې یو ستر ټانک  دوه زغروال ګاډی  زیات شمیر وسلې اوتجهیزا ت هم ولجه کړی دی  

قاری یوسف دغه راز وئیلی پرون ناوخته هم د فراه ولایت  فرارود ولسوالۍ  بازار ته څیرمه سیمه کې دافغان عسکروپه یوه اکمالاتی قطار طالبانو برید کړی چې له امله ئې څلور ټانکونه  شپږزغروال ګاډی او  دوه کنټینر هم  تباه  شوی  او  نهه عسکر پکې وژل شوی او دولس نور هم ټپیان شوی دی .

البته  دخبر ترمخابیره کیدا پورې  افغان  حکومتی اوخپلواکه سرچینو په دې باب  څه  نه دی وئیلی .

 داپه داسې حال کې دی چې  دافغانستان  دملی امنیت ادارې هم نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی  دملی  امنیت ادارې  په تیر شواروز کې  په درست هیواد کې  په یولړ عملیاتو کې  لس ترهه ګر شکمن  نیولی او پلټنې ترې روانې دی . 

دویلو ده چې  دافغانستان ملی امنیت ځواک  له شنبې ورځې راهسې   دهیوادپه  بیلابیلو سیمو کې ځانګړی پاکونکی عملیات پیل کړی دی .