حزب اسلامی: ۹۰بندیان یې نور هم خوشې کېږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i62209-حزب_اسلامی_۹۰بندیان_یې_نور_هم_خوشې_کېږی
د حزب اسلامی ډلې ۹۰ بندیان به چې د ترهه ګرۍ په پېښو کښې د لاس لرلو په تور نیول شوی وو راتلونکو څو ورځو کې له زندانونو ازاد شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2017 04:09 Asia/Kabul
  • حزب اسلامی: ۹۰بندیان یې نور هم خوشې کېږی

د حزب اسلامی ډلې ۹۰ بندیان به چې د ترهه ګرۍ په پېښو کښې د لاس لرلو په تور نیول شوی وو راتلونکو څو ورځو کې له زندانونو ازاد شی.

د افغان رسنیو د رپوټ له مخې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ګوند یوویاند وایی، راتلونکو څو ورځو کې به د دې ډلې ۹۰ بندیان خوشې شی.

د حزب اسلامی او حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې د حزب اسلامی ډلې اړوند بندیان خوشې کول هم یو شرط و.

د حزب اسلامی د حکمتیار ډلې اړوند ۵۵ بندیان د روان په ثور میاشت کې خوشې شوی وو.

څو ورځې وړاندې حزب اسلامی د ملی یووالی پر حکومت تور لګولی و، چې د سولې له هوکړې سرغړونه کوی او د بندیانو په خوشې کولو کې له ناغېړۍ کار اخلی.

تر اوسه نه افغان امنیتی ادارو او نه هم حزب اسلامی د دغو ۹۰ بندیانو د خوشې کولو کره نېټه ښوولې ده.