امرالله صالح: حکمتیار د داعش بندیانو د ازادولو کوشش کوی
د ملی امنیت پخوانے مشر امرا... صالح وائی، ګلبدین حکمتیار له داعشیانو سره کلک تعلق لری او د هغوی د بندی کسانو د ازادولو لپاره هلې ځلې کوی.
صالح پخپله ټویټر پاڼه لیکلی دی، افغان حکومت تر شلو ډېر داعشی زندانیان په بند کښې لری، چې ټول یې له حکمتیار سره تعلق لری.
هغه لیکلی، د دې لپاره چې د حکمتیار او داعشیانو تعلقات رسوا نه شی او د حکمتیار او حکومت روغې جوړې ته تاوان ونه رسېږی، د دغو داعشیانو دوسیې پټې ساتل شوې دی.
که څه هم وړاندې تر دې هم ځینو شنونکو او د ولسی جرګو غړو داعش د امریکې، سعودی او افغان حکومت ګډه پروژه بللې وه چې هم په افغانستان او پاکستان کښې یې د مذهبی او قومی جګړو د رامنځته کولو په تېره بیا د شیعه مسلمانانو په خلاف وکاروی او هم یې د افغانستان له لارې د مېنځنۍ اېشیا هېوادونو په تېره بیا روسیې ته منتقل کړی او د ایران او چین په شان هېوادونو کښې هم ناامنۍ رامنځته کړی خو دا وړومبې ځل دے چې صالح د حکمتیار او داعش تعلقات رسوا کوی.
ځینې شناندی باوری دی چې حکمتیار په یو سازش او دسیسې سره د همدغه ماموریت لپاره افغانستان ته منتقل کړے شوے دے.
انجینر ګلبدین حکمتیار چې د تېر کال په تله میاشت کښې یې له حکومت سره د صلحې په نوم تړون لاسلیک کړ، د داعشی وسله والو د پیدایښت په پیل کښې هم د رسمی اعلانیې له لارې د دوی ملاتړ اعلان کړ.
د افغان سرچینو د لیکنو له مخې د ۲۰۱۵ میلادی کال په جولای میاشت کې حکمتیار د رسمی اعلامیې له مخې په خپلو ملاتړو غږ وکړ، چې که داعش او طالبان په جګړه کې ښکېوتل باید د داعشیانو ملاتړ وکړی.
که څه هم دا اعلامیه د حزب اسلامی پر رسمی ویبپاڼه خپره شوه، خو څو ورځې وروسته حکمتیار پخپله رد کړه او دا یې د رسنیو «تحریف» وباله.
تر اوسه حزب اسلامی د امرالله صالح د څرګندونو په اړه څه نه دی ویلی، خو تېره اوونۍ یې ګیله کړې وه، چې حکومت یې د زندانیانو په خوشی کولو کې بې غوری کوی.