دافغانستان دطالبانو ځپل او د داعش پیاوړی کول دامریکا پروژه ده :
-
د داعش ډلې غړي د پاکستان له لارې د امریکا په غږملتیا سره افغانستان ته انتقالیږي .
زمونږ خبریال راپور راکړی دکړکیچ نړیوالې ډلې(International Crisis Group) په روان میلادی کال کښې په افغانستان کښې دجنګونو دزیاتیدا خبر ورکړی دی او اټکل یې کړی دی چې په ۲۰۱۸ میلادی کال کښې به په دغه هیواد کښې جګړې ډیرې زیاتې شی .
دکړکیچ نړیوالې ډلې (International Crisis Group) څه موده مخکې په نوی میلادی کال (۲۰۱۸)کښې د نړۍ په بیلابیلوهیوادونو کښې د روانو او ممکنه شخړو په اړه یو(۱) راپور خپور کړ او ویلی یې دی په افغانستان کښې به د امریکا نوی ستراتیژۍ سبب شی چې د وسله والو طالبانو پرضد د واشنګټن دهوایی ځواکونو عملیات او بریدونه زیات شی .
دکړکیچ نړیوالې ډلې په خپل راپور کښې ویلی دی دامریکا د هوایی حملو د زیاتیدا هدف دافغانستان دطالبانو دخوځښتونو کمول دی چې هغوې صلحې ته غاړه کیږدوی .
دکړکیچ دنړیوالې ډلې(International Crisis Group) د راپور پراساس دافغانستان په اړه دامریکا نوی ستراتیژۍ یوازې په پوځی عملیاتو متمرکزه ده .
له بلې خوا دامریکا دحکومت لوړرتبه چارواکی په پرله پسې ډول په پاکستان دباونو او ګواښونو ته دوام ورکوی .
دامریکا دملی امنیت سلاکار میک مسټر(Mick Master) هم په یوې (۱)مرکې کښې خبرداری ورکړی په اوسنۍ رودې سره د پاکستان او دامریکا اړیکې دوام نشی پیدا کولای ځکه چې اسلام اباد ځینې ترهګر ځپی او ځینې نور بیا ساتی او هغوې ته پناه ځایونه ورکوی او ورسره مرستې هم کوی .
میک مسټر دروان میلادی کال دجنورۍ دمیاشتې په لومړۍ(۱) نیټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیغام ته په اشارې سره چې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې یې خپور کړی دی وویل ټرمپ په دغه پیغام کښې په همدې دلیل پاکستان په دروغ ویلوتورن کړی دی چې امریکا نوره له پاکستان څخه ناهیلی شوی ده ځکه چې په خپله خاوره کښې ترهګر نه ځپی .
دا خبره چې پاکستان ته دامریکا دغه ګواښونه او دباونه څومره جدی او رښتیا دی دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې اړه دافغانستان د ملی پارلمان دغړی مولانا عبدالرحمان رحمانی نظر دټیلی فون په لیکه معلوم کړ چې هغه په ځواب کښې وویل په پاکستان د امریکا دباونه کومه نوی خبره نه ده او له ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې هم په اسلام اباد دباونه وو خو واک ته د ټرمپ په رسیدا سره په پاکستان دامریکا دغه دباونه یوڅه زیات شوی دی .
دغه راز دامریکا د ولسی جرګې کانګرس لخوا هم په پاکستان زیات دباونه راوستل شول خو وروسته ولیدل شو چې امریکا پاکستان ته په میلیونونو ډالره مرستې ورکړې .
دافغانستان د ملی پارلمان غړی مولانا عبدالرحمان رحمانی وویل دا یوه(۱) ستره لوبه ده چې امریکا پیل کړی ده او پاکستان دامریکا په دغه لوبه کښې یو(۱) ستر لوبغاړی او د واشنګټن ستراتیژیک متحد دی او امریکا به هیڅکله پاکستان له لاسه ورنکړی البته په پاکستان دامریکا د دباونو علت په چین او هندوستان پورې اړوندیږی .
امریکا چې غواړی دچین په مقابل کښې له هندوستان څخه استفاده وکړی نه غواړی چې هند دپاکستان لخوا اندیښنه ولری او امریکا پاکستان په کشمیر کښې له لاسوهنې منع کوی او واشنګټن دچین او دپاکستان اقتصادی کوریډور چې اوس په جوړیدا دی د خپلو ملی ګټو پرضد ګڼی .
مولانا عبدالرحمان رحمانی دغه راز دداعش چې په سوریې او عراق کښې له ماتی وروسته زیات غړی یې د پاکستان مهمند قبایلی سیمې ته انتقال کړې شوی چې هلته ترې د افغانستان پرضد استفاده کیږی په پاکستان کښې د لسګونو ترهګرو ډلو شتون ته په اشارې سره د باوری سرچینو په قول وویل ویل کیږی چې دداعش ترهګرې ډلې مشر عمر بغدادی هم دپاکستان په مهمند قبایلی سیمه کښې دی خو امریکا دداعش د ځپلو لپاره په پاکستان دباو نه اچوی او دامریکا هدف یوازې دافغانستان طالبان او حقانی ډله ده چې پاکستان باید دهغوې پرضد اقدامات وکړی چې طالبان له داعش ډلې سره یوځاې شی ځکه چې له ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته د طالبانو پروژه په دې دلیل دامریکا لپاره ختمه شوه چې دغه ډلې خپله کړنلاره یوازې افغانستان ته محدوده کړه او طالبان له هیواد څخه بهر بله کړنلاره نلری او له بهرنیو عسکرو د افغانستان ازادول د طالبانو ډلې اصلی هدف دی او دطالبانو په ستراتیژۍ کښې دغه بدلون دافغانستان دباندې دامریکا پروګرامونه ګډوډ کړل او په همدې دلیل په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې امریکا په دغه هیواد کښې د داعش ډلې د رامینځته کولو په کار بوخته شوه چې البته لومړۍ طالبانو او د افغانستان حکومت په هیواد کښې د داعش ډلې له شتون څخه انکار کاوه خو دوې اوس د داعش ډلې په شتون اعتراف کوی .
په افغانستان کښې له داعش ډلې سره سخت جنګونه طالبان کوی او داپه داسې حال کښې دی چې امریکا له طالبانو سره دداعش ډلې په جنګ کښې دداعش ملاتړونه کوی .
دافغانستان دملی پارلمان غړی مولانا عبدالرحمان رحمانی د حزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار نوم ته له اشارې کولو پرته چې پرون یې ایران له سوریې او عراق څخه افغانستان ته د داعش ډلې د غړیو په انتقالولو تورن کړ وویل ځینې کسانو ته دنده سپارل شوی ده چې له افغانستان سره د ګاونډیو هیوادونو اړیکې خرابې کړی داپه داسې حال کښې دی چې هیڅوک په دې خبرې باور نه کوی ایران چې په سوریې او عراق کښې له داعش ډلې سره په جنګ کښې مخکښ وو ددغه ډلې غړی افغانستان ته انتقال کړی وی .
داپه داسې حال کښې دی چې افغانستان ته د داعش ډلې دغړیو د انتقال لاره د ورځې په شان روښانه ده چې پاکستان دی او د داعش ډلې غړی د پاکستان له لارې د امریکا په غږملتیا سره افغانستان ته انتقالیږی .
دافغانستان دملی پارلمان غړی مولانا عبدالرحمان رحمانی جوته کړه له بده مرغه پاکستان د افغانستان دحکومت لخوا هم په افغانستان کښې د جنګ د دوام داصلی عامل په توګه معرفی کیږی خو دکابل حکومت دامریکا نوم ته چې په تیرو شپاړسو(۱۶) کلونو کښې په افغانستان کښې دجنګ په دوام کښې له پاکستان سره غږمله ده هیڅ اشاره نه کوی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیود پښتو خپرونې مدیر
د۲۰۱۸ میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې ۵ نیټه