دافغانستان د ولسمشر مرستیال په ځینو کسانو نیوکه وکړه .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i63067-دافغانستان_د_ولسمشر_مرستیال_په_ځینو_کسانو_نیوکه_وکړه_.
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر دوهم(۲) مرستیال سرور دانش پرون داساسی قانون د تصوبیدا د څلورمې(۴) کلیزې په مراسمو کښې د اساسی قانون د بدلولو او د موقته حکومت دجوړولو لپاره وروستې هڅې غیر قانونی اقدام وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 10, 2018 05:29 Asia/Kabul
  • که چیرې ټاکل شوي وي په اساسي قانون کښې کوم بدلون راوستل شي نو دغه کار باید د اساسي قانون د ځانګړي لوې جرګې د ترسره کیدا له لارې ترسره شي .
    که چیرې ټاکل شوي وي په اساسي قانون کښې کوم بدلون راوستل شي نو دغه کار باید د اساسي قانون د ځانګړي لوې جرګې د ترسره کیدا له لارې ترسره شي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر دوهم(۲) مرستیال سرور دانش پرون داساسی قانون د تصوبیدا د څلورمې(۴) کلیزې په مراسمو کښې د اساسی قانون د بدلولو او د موقته حکومت دجوړولو لپاره وروستې هڅې غیر قانونی اقدام وباله .

هغه وویل اساسی قانون باید ثبات ولری او واک ته  د هر سیاسی ګوند او حکومت په رسیدا سره پکښې بدلون رانشی .

د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی دوهم (۲)مرستیال سرور دانش زیاته کړه د هغو کسانو  چې پارلمانی یا فیډرالی نظام ته د افغانستان د نظام دبدلیدا غوښتونکی دی د غوښتنې احترام کوو خو که چیرې ټاکل شوی وی په اساسی قانون کښې کوم بدلون راوستل شی نو دغه کار باید د اساسی قانون د ځانګړی لوې جرګې د ترسره کیدا له لارې ترسره شی .

یو(۱) اساسی شرط چې دافغانستان دولسمشرۍ له ماڼۍ سره د ګلبدین حکمتیار په  په مشرۍ دحزب اسلامی په خبرو کښې مطرح شوی د ملی وحدت حکومت دجوړیدا دسیاسی موافقې پراساس د  اساسی قانون بدلول دی .