په افغانستان کښې دداعش ۱۹۰۰ غړی وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i63153-په_افغانستان_کښې_دداعش_۱۹۰۰_غړی_وژل_شوی
زمونږ خبریال وایی د افغانستان دفاع وزارت دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې د روان میلادی کال له پیلیدا څخه تراوسه پورې دداعش ترهګرې ډلې د وژل شویو غړیو شمیر نولس سوه(۱۹۰۰) اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 11, 2018 06:14 Asia/Kabul
  • امریکا اوس دداعش ډلې ډیر غړي افغانستان ته بیولي دي چې ددغه ډلې فعالیتونه مرکزي اسیا هیوادونو ته وغځوي .
    امریکا اوس دداعش ډلې ډیر غړي افغانستان ته بیولي دي چې ددغه ډلې فعالیتونه مرکزي اسیا هیوادونو ته وغځوي .

زمونږ خبریال وایی د افغانستان دفاع وزارت دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې د روان میلادی کال له پیلیدا څخه تراوسه پورې دداعش ترهګرې ډلې د وژل شویو غړیو شمیر نولس سوه(۱۹۰۰) اعلان کړ .

دافغانستان ددفاع وزارت ویندوی  دولت وزیری پرون وویل حکومتی عسکرو د روان میلادی کال له پیل راهسې تراوسه په ننګرهار ، زابل ، قندوز ، کونړ ، نورستان ، لوګر ، جوزجان او سرپل ولایتونو کښې د داعش ترهګرې ډلې پرضد په سلګونو پوځی عملیات کړی دی چې له کبله یې د دغه ډلې د نهه اویا مشرانو په شمول نولس سوه (۱۹۰۰)ټروریسټان هلاک شوی دی .

امریکا اوس دداعش ډلې ډیر غړی افغانستان ته بیولی دی چې ددغه ډلې فعالیتونه مرکزی اسیا هیوادونو ته وغځوی چې دچین او  د روسیې لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی  .

بل خبر داچې  دافغانستان دفاع وزارت د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کښې د پوځ په هوایی حملو کښې دیویشتو (۲۱)طالبانو د وژل کیدا  او د لسو(۱۰) نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ .

په دغو حملو کښې دافغانستان دطالبانو پوځی تجهیزات هم تباه شوی دی .