په افغانستان کې ۸۱داعشیان او طالبان وژل شوی دی
په دغو نښتو کې همداراز د احسان ا... ، حیدر برادر او رازمحمد خنجر په نامو سره د طالبانو درې کمانډران هم وژل شوی دی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ دافغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دافغانستان په ننګرهار ،کنړ، غزنی ،لوګر ،ارزګان ،زابل ،فراه ،بادغیس، نیمروز اوهلمند ولایتونو کې دافغان امنیتی ځواک په پاکونکو عملیاتو کې دوه پنځوس وسله وال داعشیان هلاک او کابو ۴۵نور ټپیان شوی دی .
دافغانستان په شمالی حوزې کې د پوځ قوماندانۍ هم بیګا د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې دافغان امنیتی ځواک په بیګانیو عملیاتو کې د پنځه ویشتو طالبانو د وژلو خبر ورکړی دی . په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوی چې په بالابلوک او خاک سفید ولسوالیو کې هم په پاکونکو عملیاتو کې نهه ویشت طالبان وژل شوی دی .
په دغو نښتو کې همداراز د احسان ا... ، حیدر برادر او رازمحمد خنجر په نامو سره د طالبانو درې کمانډران هم وژل شوی دی .
داپه داسې حال کې دي چې دغزني ولایت ویندوي عارف نوري هم نن دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلی دي ،بیګا دوو طالبانو په غزني ښار کې دماین ښخولو هڅه کوله چې له وخت مخکې خپل ماین پرې وچاودید او دواړه طالبان ئې جهنم ته ورسول .