د طالب ډلې په حمله کښې یو شمېر افغان پولیس ووژل شول
د افغانستان په لویدیځ کښې د پولیسو په سنګرونو د طالب ډلې د حملې له کبله یو شمېر پولیس ووژل شول.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د فراه والی محمد عارف شاهجهان وویل. بېګا طالب ځواکونو په ریګی سیمه کښې د پولیسو په یوې تاڼې باندې حمله وکړه چې په نتیجه کښې یې اوۀ تنه پولیس ووژل شول او درې نورو هم ژوبل شول.
همدارنګ د طالب ډلې یو ویاند ذبیح ا... مجاهد وویل چې دغې دلې بېګا د فراه ښار په دویمه امنیتی حوزه باندې حمله وکړه چې پکښې پینځه تنه پولیس ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.
هغه زیاته کړه چې د فراه ښار په سید آباد سیمه کښې هم د پولیسو په یوې تاڼې باندې په حمله کښې هغه د طالب ډلې لاسو ته راغله او په حمله کښې پینځه پولیس ووژل شول.
دا حملې په داسې حال کښې کیږی چې له دې مخکې افغان فوځ په فراه ولایت کښې د طالب ډلې تر قبضې لاندې د سیمو د پاکسازۍ د عملیاتو خبر ورکړے ؤ.
این حملات در حالی است که پیش از این ارتش افغانستان از عملیات پاکسازی مناطق تحت تصرف طالبان در ولایت فراه خبر داده بود.