په کابل درانه بریدونه ولې ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64101-په_کابل_درانه_بریدونه_ولې
زمونږ خبریال وایی دافغانستان په پلازمینې کابل کښې په اینټر کانټیننټل هوټل باندې د تیرې شنبې شپې له وسله والې حملې وروسته چې اوس هم د دغه هیواد د رسنیو لومړۍ موضوع ده دغه پوښتنه مطرح کیږی
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 24, 2018 13:22 Asia/Kabul
  • که چیرې امریکا وغواړي په افغانستان کښې جنګ پاې ته ورسوي نو په یوه (۱)میاشت کښې پاکستان په افغانستان کښې له لاسوهنې منع کولای شي  .
    که چیرې امریکا وغواړي په افغانستان کښې جنګ پاې ته ورسوي نو په یوه (۱)میاشت کښې پاکستان په افغانستان کښې له لاسوهنې منع کولای شي .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان په پلازمینې کابل کښې په اینټر کانټیننټل هوټل باندې د تیرې شنبې شپې له وسله والې حملې وروسته چې اوس هم د دغه هیواد د رسنیو لومړۍ موضوع ده دغه پوښتنه مطرح کیږی

چې په پلازمینې کابل  کښې ولې کله نه کله سختې ترهګرې حملې کیږی چې نه دافغانستان امنیتی ځواکونه او نه هم استخبارات او نه دامریکا او ناټو ځواکونه کولای ددغو حملو مخه ونیسی .

په دې اړه څو احتمالونه شته لومړۍ(۱) داچې داچې دغه حملې دنړۍ د ترټولو خطرناکو استخباراتی ادارو په وسیله ترسره کیږی دوهمه(۲) دا چې  دافغانستان حکومت دبهرنیو هیوادونو (امریکا)په ملاتړ سره دټروریسټانو ملاتړ کوی  او دریمه(۳) خبره دا چې دافغانستان  او دبهرنیو هیوادونو د عسکرو ترمینځ ضروری غږملتیا نشته .

بهرنی هیوادونه (امریکا) چې په افغانستان کښې د جنګ دکنټرولولو او ختمولو اراده نلری او دافغانستان عسکرو ته زیات  اهمیت نه ورکوی دافغانستان دحکومت چارواکی او دغه راز په دغه هیواد کښې دامریکا او دناټو د پوځی شتون ملاتړی چارواکی دغه دلیل وړاندې کوی چې دپاکستان جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی(ISI) دغه ترهګرې حملې کوی .

امریکا هم دکابل د وروستۍ حملې په ارتباط په پاکستان غږ کړی دی چې د دغه برید عاملان ونیسی .

په تیرو وختونو کښې هم چې کله د افغانستان په پلازمینې کابل او نورو سیمو کښې ترهګرې حملې وشوې  نو طالبان او پاکستان ددغو حملو مسوول وبلل شول  او اکثره دغه ادعا شوی ده چې دغه بریدونه په پاکستان کښې پلانیږی .

دافغانستان دحکومت کمزورتیا ، داخلی اختلافات او مشکلات ، مالی او اداری فساد او په خلکو کښې د اسلامی ارزښتنو پیکه کیدا دحکومت په هکله یو(۱) نفرت رامینځته کړی دی چې هر دښمن له  دا ډول حالت څخه ښه استفاده کولای شی .

دافغانستان اکثره خلک چې دخپل هیواد روان حالت په ژور ډول څاری  له ټولو مهم دریم (۳)عامل بولی .

حقیقت دا دی چې هر درې واړه موردونه څه نه څه په دا ډول حملو کښې  اغیز لری خو له ټولو زیات دریم (۳)عامل ډیر مهم دی چې څو دلیلونه لری .

لومړۍ(۱) دا چې که چیرې امریکا او ناټو وغواړی  دپاکستان جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی(ISI) په افغانستان  کښې لاسوهنه ونکړی په یوه(۱) میاشت کښې پاکستان کنټرولولی او اسلام اباد د کابل په چارو کښې له لاسوهنې منع کولای او دامنیت د تامینیدا زمینه برابرولی شی .

په دې خبرې کښې هیڅ شک نشته چې دپاکستان جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی (ISI)یوه خطرناکه او پیاوړی استخباراتی اداره ده خو د امریکا دجاسوسۍ اداری سی ایی ای(CIA) له مرستې پرته او د سی ایی ای (CIA)په مقابل کښې ډیره کوچنۍ  ده او دغه راز که چیرې امریکا په افغانستان کښې دجنګ انګیزې پیاوړی نکړی یعنی دجنګ پرځاې د صلحې ستراتیژۍ غوره کړی هیڅ استخباراتی اداره او هیڅ جنګی ډله په دغه هیواد کښې دجنګ د  دوام زمینه نشی لرلی .

دوهمه(۲) خبره دا چې د افغانستان د حکومت د کمزورتیا،  دداخلی اختلافاتو ، د مالی او اداری فساد او له اسلامی ارزښتونو د لیرې کیدا عواملو هم له حکومت څخه دخلکو  په لیرې کیدا او او د وسله والو مخالفینو په پیاوړتیا کښې مهم رول  لوبولی دی .

د قوانینو او د اصولو پرځاې د نویو سیاسی تجربو پلی کول ، د ادارو پرځاې د کسانو ملاتړ او دنظام پرځاې ګډوډۍ ته لمن وهل هغه موردونه دی  چې بهرنی هیوادونه پکښې لاس لری او دغه حالت بهرنیو هیوادونو په تیره بیا امریکا په قصدی ډول په افغانستان  کښې رامینځته کړی دی څرنګه  چې مشهور متل دی اوبه خړې کړه او کبان ترې ونیسی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په شفاف ډول ویلی دی چې د واشنګټن نوی پوځی ستراتیژۍله ترهګرۍ سره په مبارزې نه بلکې  له روسیې او چین سره په ټکر ولاړه ده البته دامریکا دغه سیاست د  ولسمشر جارج ډبلیو بوش او دباراک اوباما په حکومتونو کښې هم ښکاره وو خو خبره دا ده چې هغوې په منافقت سره دغه سیاست مخ ته بیوه او له ترهګرۍ سره دجنګ په پلمه یې خپلو سیمه ایزو هدفونو ته د رسیدا  زمینه  برابروله .

څرنګه   چې مخکې وویل شو  که چیرې امریکا وغواړی په افغانستان کښې جنګ پاې ته ورسوی نو په یوه (۱)میاشت کښې پاکستان په افغانستان کښې له لاسوهنې منع کولای شی  خو امریکا په تیرو اولسو(۱۷) کلونو کښې دغه کار ونکړ او همدا اوس ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دپاکستان په اړه یوازې لافې وهی او پاکستان هم دامریکا د ولسمشر په خبرو هم ښه ډول پوهیږی او په حقیقت کښې امریکا او پاکستان په خپل مینځ کښې یو(۱) ژبنی زرګری جنګ پیل کړی دی  او دافغانستان حکومت هم په دغه زرګری جنګ خوشحال دی او وایی بریالی شوی پاکستان یې  په نړۍ کښې منزوی او څنګ ته کړی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر

نیټه د۲۰۱۸ میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې ۲۴ نیټه