د افغانستان د فراه والی استعفاء ورکړه
د افغانستان د فراه والی استعفاء ورکړه
له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د فراه والی محمد عارف شاهجهان نن په رسمی توګه له خپل پوسټه څنګته شو.
د ویلو ده چې که څه هم هغه د خپلې استعفاء اصلی وجه نه ده بیان کړې خو پرون د فراه ولایت په سلګونو خلقو په دغه ولایت کښې د ناامنۍ په زیاتېدو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او دغه مظاهرې له تاوتریخوالې سره مخامخې شوې.
اوۀ مظاهره کونکی له افغان پولیسو سره په نښته کښې زخمی شول چې د ځینو حالت پکښې سخت بیان شوے دے.
د فراه والی په داسې حال کښې استعفاء ورکړه چې په دغه ولایت کښې له افغان امنیتی ځواکونو سره د طالب ځواکونو جنګونه خپل اوج ته رسېدلی دی.
ځینو ځای سرچینو ویلی دی چې په تېره یوه هفته کښې له طالب ډلې سره په نښتو کښې تقریباً سل تنه افغان امنیتی ځواکونه ووژل شول.
د فراه ولایتی شورا غړیو هم د طالب ډلې په لاسو د دغه ولایت د نیول کېدو په اړه خبردارے ورکړے دے او ویلی یې دی چې طالب ځواکونه د دغه ولایت مرکز فراه ښار خواوشا ته رسېدلی دی.