دافغانستان دوه لوړرتبه چارواکی پاکستان ته ورغلی
-
افغانستان وايی چې دپاکستان پوځ او جاسوسۍ اداره ايی ایس ايی د طالبانو ، حقاني او د نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان په پلازمینې کابل او نورو ولایتونو کښې له خونړیو حملو وروسته د هیواد دوه(۲) لوړرتبه چارواکی اسلام اباد ته تللی دی چې ددغو بریدونو په ارتباط پاکستانی چارواکو ته سندونه ورکړی .
د افغانستان د ملی امنیت مشر معصوم استانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک به دپاکستان له پوځ او استخباراتی چارواکو وغواړی چې دکابل د وروستیو حملو مسول کسان چې په پاکستان کښې دی کابل ته وسپاری .
دافغانستان د ملی امنیت مشر معصوم استانکزی په کابل کښې یوې (۱)غونډې ته ویلی وو په کابل کښې دتیرې شنبې ورځې خونړی برید په پاکستان کښې پلان شوی وو .
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت هم ویلی دی چې په کابل کښې په اینټرکانټیننټل هوټل حمله حقانی ډلې کړی ده کومه چې په پاکستان امن پناه ځایونه او مرکزونه لری .
دغه راز دافغانستان ولسمشر اشرف غنی درې (۳)ورځې وړاندې دپاکستان د لومړی وزیر شاهد خان عباسی ټیلی فون ته ځواب ورنکړ چې د کابل په حملې د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره کړی شوی وو .
افغانستان وایی چې دپاکستان پوځ او جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی د طالبانو ، حقانی او د نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوی او دغه ډلې په پاکستان کښې ستر مرکزونه هم لری .