په افغانستان کښې څه دپاسه اتیا طالبان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65817-په_افغانستان_کښې_څه_دپاسه_اتیا_طالبان_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی دافغانستان د طالبانو ډلو دمرکزونو پرضد د پوځ او دامنیتی ځواکونو په عملیاتو او له دغه ډلې سره په نښتې کښې د طالبانو څه دپاسه اتیا(۸۰) غړی ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2018 01:47 Asia/Kabul
  • په فراه ولایت کښې هم د  پولیسو او دطالبانو ترمینځ په جګړه کښې ددغه ډلې دولس(۱۲) غړي وژل شوي دي .
    په فراه ولایت کښې هم د پولیسو او دطالبانو ترمینځ په جګړه کښې ددغه ډلې دولس(۱۲) غړي وژل شوي دي .

زمونږخبریال وایی دافغانستان د طالبانو ډلو دمرکزونو پرضد د پوځ او دامنیتی ځواکونو په عملیاتو او له دغه ډلې سره په نښتې کښې د طالبانو څه دپاسه اتیا(۸۰) غړی ووژل شول .

د افغانستان په ارزګان ولایت کښې د طالبانو ډلې د مرکزونو پرضد د پوځ او دحکومتی عسکرو په عملیاتو کښې اویا(۷۰) طالبان وژل شوی او پینځلس(۱۵) نور ژوبل شوی هم دی .

دافغانستان په فراه ولایت کښې هم د  پولیسو او دطالبانو ترمینځ په جګړه کښې ددغه ډلې دولس(۱۲) غړی وژل شوی دی .

په دغه نښته کښې د افغانستان اته(۸) پولیس هم وژل شوی دی .

د افغانستان عسکرو دغه راز په ننګرهار ولایت کښې دداعش  وهابی صهیونیسټی ترهګرې ډلې په مرکزونو  حملې سره پینځه (۵)تروریسټان هلاک کړل .

دغه راز د افغانستان ددفاع وزارت ویندوی دولت وزیری پرون وویل په تیر کال کښې په ننګرهار ، کونړ، جوزجان ، او سرپل ولایتونو کښې د حکومتی عسکرو او د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې دداعش ترهګرې ډلې څه دپاسه ۲۳۰۰ غړی  هلاک شوی  چې ۶۰۲ پکښې ځایی قوماندانان وو .

دافغانستان عسکرو په دې موده کښې دداعش ډلې څه دپاسه دولس سوه(۱۲۰۰)پټنځایونه پیژندلی او ورباندې یې حمله کړی  او له مینځه یې وړی دی .