حکمتیارپه افغانستان کې دطالبانولپاره یوه خوندی سیمه غواړی
له دې سره په یووخت د افغانستان ځینو رسنیو ،سیاستوالانو او قومی مخورو هم د ګلبدین حکمتیار دغه پلان د افغانستان ویشل بللی او وئیلی ئې دی ، دا د استعمار او دافغانستان د دښمنانو یو پلان دی چې له ډیر مخکې راهسې پرې کار روان دی ،خو هیڅکله به ئې دغه خوب پوره نشی
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آ ژانس له قوله راپور راکړ دافغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیارپرون په یوې خبری ناستې کې یوځل بیا دحکومت مخالفو کسانو لباهر د یوه آزاد ژوند دتیرولو لپاره په افغانستان کې کرارو سیمو په رامینځةکولو سره د هیواد دویشلو پلان وړاندې کړی او په ډاګه ئې وئیلی دی ،چې باید دافغانستان ځینی سیمې طالبانو ته وسپارل شی او له هغو سیمو بهرنی او افغان عسکر هم ووځی . راپورښئ حکمتیار په دغې غونډې کې په ډاګه کوړې د افغان حکومت له خوا د دغه ګوند د سولې دپلان ډېر موردونه منل شوی او هیله ده د دغې طرحې یعنی (د خوندی سیمو ټاکل) هم ومنل شی.
هغه په عین حال کې وئیلی دی دغه طرحه یې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، طالبانو، د امریکا د دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ ته استولې ده، هغه د ا هم ایشواکړې چې امریکایی او سعودی چارواکو په ګډه پر دغه پلان له مخکې خبرې کړې او ملاتړ یې هم ترې کړی دى.
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان د دعوت اسلامی ګوند مشر عبد رب الرسول سیاف ویلی ، که طالبانو ته څو ولایتونه وسپارل شی،نو دا کار به له سولې سره هېڅ مرسته ونه کړی او مجاهدین به هیڅکله هم چا ته اجازت ورنه کړی،څو افغانستان د ویشل کیدا په لور وکاږل شی .
له دې سره په یووخت د افغانستان ځینو رسنیو ،سیاستوالانو او قومی مخورو هم د ګلبدین حکمتیار دغه پلان د افغانستان ویشل بللی او وئیلی ئې دی ، دا د استعمار او دافغانستان د دښمنانو یو پلان دی چې له ډیر مخکې راهسې پرې کار روان دی ،خو هیڅکله به ئې دغه خوب پوره نشی
دغه راز د جمعیت اسلامی ګوند ځینو لوړپوړو چارواکو هم له دې طرحې سره مخالفت کړی او دا یې د افغانستان د وېشلو لپاره زمینه سازی بللې ده.