حکمتیارپه افغانستان کې دطالبانولپاره یوه خوندی سیمه غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67936-حکمتیارپه_افغانستان_کې_دطالبانولپاره_یوه_خوندی_سیمه_غواړی
له دې سره په یووخت د افغانستان ځینو رسنیو ،سیاستوالانو او قومی مخورو هم د ګلبدین حکمتیار دغه پلان د افغانستان ویشل بللی او وئیلی ئې دی ، دا د استعمار او دافغانستان د دښمنانو یو پلان دی چې له ډیر مخکې راهسې پرې کار روان دی ،خو هیڅکله به ئې دغه خوب پوره نشی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 25, 2018 00:35 Asia/Kabul
  • حکمتیارپه افغانستان کې دطالبانولپاره یوه خوندی سیمه غواړی

له دې سره په یووخت د افغانستان ځینو رسنیو ،سیاستوالانو او قومی مخورو هم د ګلبدین حکمتیار دغه پلان د افغانستان ویشل بللی او وئیلی ئې دی ، دا د استعمار او دافغانستان د دښمنانو یو پلان دی چې له ډیر مخکې راهسې پرې کار روان دی ،خو هیڅکله به ئې دغه خوب پوره نشی

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آ ژانس له قوله راپور راکړ  دافغانستان د حزب اسلامی مشر  ګلبدین حکمتیارپرون  په یوې خبری ناستې کې  یوځل بیا  دحکومت  مخالفو کسانو لباهر  د  یوه آزاد ژوند  دتیرولو لپاره  په افغانستان کې   کرارو سیمو  په  رامینځةکولو سره د  هیواد دویشلو  پلان وړاندې کړی او په ډاګه ئې وئیلی دی ،چې باید  دافغانستان ځینی سیمې طالبانو ته وسپارل شی  او له هغو سیمو بهرنی  او افغان عسکر هم  ووځی . راپورښئ   حکمتیار په دغې غونډې  کې په  ډاګه  کوړې د افغان حکومت له خوا د دغه ګوند د سولې دپلان  ډېر موردونه  منل شوی او هیله ده د دغې طرحې  یعنی  (د خوندی سیمو ټاکل) هم ومنل شی.

هغه په عین حال کې وئیلی دی  دغه طرحه یې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، طالبانو، د امریکا د دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ ته استولې ده، هغه د ا هم ایشواکړې چې امریکایی او سعودی چارواکو په ګډه پر دغه پلان  له مخکې خبرې کړې او ملاتړ یې هم ترې کړی دى.

دا په داسې حال کې دی چې د  افغانستان  د دعوت اسلامی ګوند مشر عبد رب الرسول سیاف ویلی ، که طالبانو ته څو ولایتونه وسپارل شی،نو دا کار به  له سولې سره هېڅ مرسته ونه کړی او مجاهدین به هیڅکله هم چا ته  اجازت  ورنه کړی،څو  افغانستان  د ویشل کیدا په لور وکاږل شی .

 له دې سره په یووخت د افغانستان  ځینو رسنیو ،سیاستوالانو او  قومی مخورو هم  د ګلبدین  حکمتیار دغه پلان د  افغانستان ویشل بللی او وئیلی ئې  دی ، دا د  استعمار او دافغانستان د دښمنانو یو  پلان دی چې له ډیر مخکې راهسې پرې کار روان دی ،خو هیڅکله به ئې دغه خوب پوره نشی

دغه راز د جمعیت اسلامی ګوند ځینو لوړپوړو چارواکو هم له دې طرحې سره مخالفت کړی او دا یې د افغانستان د وېشلو لپاره زمینه سازی بللې ده.