دافغانستان مشرانو جرګې دطالبانوپه باب دحکمتیارله پلان سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68092-دافغانستان_مشرانو_جرګې_دطالبانوپه_باب_دحکمتیارله_پلان_سره_مخالفت_وکړ
دافغانستان دمشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلم یار نن د مشرانو جرګې په څرګندې غونډې کې ووئیل ، د طالبانو ډلې ته دکرارو سیمو په توګه دځینو سیموپه سپارلو مشتمل د حزب اسلامی د ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د پلان اجرا دافغانستان دویشلو زمینه برابروی او دافغانستان دمشرانو جرګه د دغه شان پلان له اجرا سره بشپړ مخالفه ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 27, 2018 20:15 Asia/Kabul
  • دافغانستان مشرانو جرګې دطالبانوپه باب دحکمتیارله پلان سره مخالفت وکړ

دافغانستان دمشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلم یار نن د مشرانو جرګې په څرګندې غونډې کې ووئیل ، د طالبانو ډلې ته دکرارو سیمو په توګه دځینو سیموپه سپارلو مشتمل د حزب اسلامی د ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د پلان اجرا دافغانستان دویشلو زمینه برابروی او دافغانستان دمشرانو جرګه د دغه شان پلان له اجرا سره بشپړ مخالفه ده .

 زمونږخبریال راپور راکړدافغانستان دمشرانو جرګې مشر  همداراز زیاته کړې، له طالبانو ډلې سره د سولې دخبر واترو دپیلیدا او   دخبرواترو کومې نتیجې ته درسیدا په بڼه کې ،  دافغانستان حکومت پابند دی ، دطالبانو امنیت تامین کړی ،خو   طالبانو ډلې ته د کرارو ځایونو په توګه د سیمو سپارل  هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی .

  دافغانستان  ولسمشر   اشرف غنی په همداوروستیو کې  دکابل  په نړیوالې  غونډې  کې   هرچرته چې وی اوله کوم شرط پرته  له طالبانو ډلې سره دخبرواترو لپاره  دافغانستان دحکومت چمتووالی اعلان   کړی ؤ.

 په عین حال کې  په دې اړه ځینی نړیوالې غونډې هم پیل شوی دی چې  په دې اړه   د ازبکستان په پلازمینې  تاشکند کې  د  دازبکستان په کوربتوب  په افغانستان کې دامنیت دتامییندا  او دسیمه ایزو ملګرتیاؤ  دوه ورځنی  کنفرانس ته چې پرون پیل شوی اونن پای ته رسیدلی هم ا شاره کولی شو  چې موخه ئې  د  طالبانو ډلې او کابل حکومت ترمینځ  له کوم شر ط پرته دخبرواتروزر ترزره   پیلول دی