کابل کښې د حزب اسلامي لخوا جوړ شوی پوهنتون غیرقانوني دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68476-کابل_کښې_د_حزب_اسلامي_لخوا_جوړ_شوی_پوهنتون_غیرقانوني_دی
د افغانستان د علومو وزارت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند لخوا نوی جوړ شوی پوهنتون غیرقانوني وباله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 03, 2018 20:39 Asia/Kabul
  • کابل کښې د حزب اسلامي لخوا جوړ شوی پوهنتون غیرقانوني دی

د افغانستان د علومو وزارت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند لخوا نوی جوړ شوی پوهنتون غیرقانوني وباله.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستن د علومو وزیر نجیب ا... خواجه عمري وویل: د حزب اسلامي پوهنتون له دې وزارتخانې د مجوز له ترلاسه کولو پرته جوړ شوی او فعالیت یې غیرقانوني دی.

د ویلو ده چې ګلبدین حکمتیار په کابل کښې د اسلامي پوهنتونو په نامه یو پوهنتون جوړ کړی چې د افغانستان د علومو د وزارت له اجازې پرته فعالیت کوي.

د افغانستان د علومو د وزارت لخوا د دغه پوهنتونو له غیرقانوني اعلانولو باوجود حزب اسلامي غواړي چې په پنځو نورو ولایتونو کښې هم د یاد پوهنتونو څانګې پرانزي.