د افغانستان د امنيتي چارو وړومبے مرستيال له دندې لرے کړے شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i69756-د_افغانستان_د_امنيتي_چارو_وړومبے_مرستيال_له_دندې_لرے_کړے_شو
د افغانستان د کورنيو چارو د زوارت د امنیتي چارو وړومبے مرستیال مراد علي مراد د محمد اشرف غني له لوري له دندې لرې کړے شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2018 14:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان د امنيتي چارو وړومبے مرستيال له دندې لرے کړے شو

د افغانستان د کورنيو چارو د زوارت د امنیتي چارو وړومبے مرستیال مراد علي مراد د محمد اشرف غني له لوري له دندې لرې کړے شو.

د افغان سرچينو له مخې د نوموړي پر ځاے اختر ابراهیمي په دنده ګمارلے شوے دے چې مخکې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې د ریاست دنده درلوده، خو په رسمي توګه د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیالۍ ته نه دی معرفي شوے.

که څه هم یو شمېر سرچینو راپور ورکړ چې مراد ته د کابل د ګارنیزیون دنده سپارل شوې ده خو نوموړي دا دنده نه ده منلې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او مراد علي مراد تر اوسه دا خبره نه ده تائيد کړې.