افغان حکومت د دشت ارچي د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته
افغان ولسمشر غني وايي چې حکومت په دشت ارچي کې د وروستي هوایي برید له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي.
د وري میاشتې په ۱۴مه افغان هوايي ځواکونو د کندوز په دشت ارچي کې په یوه دیني مدرسه په بمبارۍ کې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
محمد اشرف غني د کندوز له قومي مخورو، دیني عالمانو او د قربانیانو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل، ارګ او د ملي دفاع وزارت د دې بمبار بښنه غواړي.
هغه وویل چې دی به د بمبارۍ په ځای یو مسجد او د شهیدانو په نوم یو څلی هم جوړ کړي.
د غويي د میاشتې په ۱۸مه یوناما هم پخپل تحقیقي راپور کې وویل، چې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دفاع وزارت دا راپور بې اساسه وباله.
یوناما پخپل راپور کې له شاوخوا ۹۰ تنو سره مرکې کړې، چې یا د پېښې عیني شاهدان پاتې شوي یا يې هم د کورنۍ غړي او خپلوان په دې بمبارۍ کې له لاسه ورکړي.
د سرچینې په وینا د افغان ځواکونو له لوري په بمبار کې ۱۰۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې چې ۸۱ تنه يې یوازې ماشومان وو.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د پېښې له ورځې د یوناما د راپور تر خپرېدو وروسته لا هم پرله پسې ټينګار کاوه چې دوی خپل هدف دقیق ویشتی دی.
رادمنش دعوه کوله چې دوی د دستاربندۍ پر غونډه نه؛ بلکې د طالبانو په یوه نظامي ناسته يې بمبار کړی او د طالبانو ګڼ مشران يې پکې وژلي دي.
دې پېښې چې پکې ۱۵۰تنه ملکي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول، په کور دننه او بهر توند غبرګونونه را وپارول.