تشه بخښنه غوښتنه جنایت نه شي جبیره کولی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71590-تشه_بخښنه_غوښتنه_جنایت_نه_شي_جبیره_کولی
ولسمشر اشرف غني یا بهرني ځواکونه به د کوم کوم جنایت په خاطر بخښنه وغواړي. د دشت ارچي د بمبارۍ یوه برخه تراوسه پټه پاتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2018 09:31 Asia/Kabul
  • تشه بخښنه غوښتنه جنایت نه شي جبیره کولی

ولسمشر اشرف غني یا بهرني ځواکونه به د کوم کوم جنایت په خاطر بخښنه وغواړي. د دشت ارچي د بمبارۍ یوه برخه تراوسه پټه پاتې ده.

 

د هغو ملکي وګړو د وژلې په خاطر چې څه موده وړاندې د افغانستان د شمال په قندوز ولایت کښې د دشت ارچۍ په ولسوالۍ کښې یې بڼه ونیوله، د ولسمشر اشرف غني له معذرت غوښتنې وروسته د بشري حقوقو څارونکي سازمان د دې زړه بوږنونکې پیښې په هکله د جدي رڼو او بې طرفو تحقیقاتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ملکي خلکو د وژلو عاملین باید محاکمه شي. که څه هم د دشت ارچي د پيښې په خاطر د ولسمشر اشرف غني بخښنه غوښتل د افغانستان د دفاع وزارت د دریځ په نسبت سل ځلې شرافتمندانه دي چې د ملګرو ملتو د رپورټ تر اعلانیدو پورې یې بیابیا ادعا کوله چې په دشت ارچي باندې په هوايي حمله کښې یوازې د طالبانو مشران په نښه شوي دي  او ملکي وګړو ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی خو حقیقت دا دی چې د دشت ارچي په شان غمیزې یوازې په معذرت غوښتنې سره نه جبیره کیږي او نه هم د دغې غمیزې د ویرجنو کورنیو د تسکین سبب کیږي. تر څو پورې چې حق، حقدار ته ونه رسیږي او عدالت پلی نه شي، د دغه ډول پيښو مخنیوي ناشونی دی.

ولسمشر اشرف غني یا بهرني ځواکونه به د کوم کوم جنایت په خاطر بخښنه وغواړي. د دشت ارچي د بمبارۍ یوه برخه تراوسه پټه پاتې ده. دا چې دغه بمباري د بهرنیو ځواکونو په تیره بیا امریکایانو لخوا شوې ده خو مسئولیت یې د افغانستان امنیتي ځواکونو منلی دی یا دا چې د افغان ځواکونو لخوا ترسره شوې ده. دا شک په دې خاطر دی چې په هغه وخت کښې د افغانستان د حکومت ځینو سرچینو اعتراف وکړ چې دا بمباري د امریکايي ځواکونو لخوا شوې ده.

په هر حال حقیقت دا دی چې باید د هغو ړندو بمباريو او پوځي عملیاتو په هکله چې د ملکي خلکو د وژل کیدو سبب کیږي، هر اړخیز تحقیقات ترسره شي. که چیرې دا کار ونه شي نو د بهرنیانو جګړه خو پریږده د تش په نامه ترهګرۍ سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو جګړه هم تر پوښتنې لاندې راځي. د ملکي خلکو وژله د عامو خلکو وژله ده او په نړۍ کښې هیڅکوم پوځ د خلکو په وژلو سره ښه نوم نه شي ترلاسه کولی او نه هم په جګړی سره بریالي کیدی شي. بلکې اپوټه خلک به د دغه ډول یو پوځ په وړاندې ودریږي. او دغه پوځ به د پردیو د لاس پوڅي په توګه معرفي شي. چې دا نو ډیرې ترخې پایلې په ځان پسې لري او د افغانستان معاصر تاریخ هم له دغه ډول پیښو ډک دی.

هغه واټن چې نن سبا د افغانستان د حکومت او خلکو ترمینځ راپيدا شوی د همدې مسئلې اصلي لامل دی چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د بهرنیو پوځیانو په ملتیا یوازې په کلیو، جوماتونو او مدرسو کښې د افغانستان خلک وژني او د ړوندو بمباریو هدف هم د افغانستان مظلوم خلک دي. بهرنیان په افغانستان کښې خپل خاص هدفونه لري، که چیرې د افغانستان حکومتي چارواکي او امنیتي ځواکونه هم د خلکو پر ځاې د پردیو د موخو په فکر کښې وي، په دې بڼه کښې دې یوازې خدای د افغانستان د خلکو ساتنه وکړي.