د دوستم پلويانو د افغان حکومت په خلاف د پاڅون خبردارے ورکړ
پرون دافغانستان په فارياب ولايت کښې د دوستم سلګونړ پلويانو په يوې احتجاجي غونډې کښې غوښتنه وکړه چې د ولسمشر جلا وطن کړے شوے مرستيال جنرل دوستم دې بې له څه شرطه بيرته هېواد ته راوغوښتل شي.
د افغان ايرکا خبري اژانس د رپوټ له مخې د دوستم پلويانو ګواښ وکړ که حکومت د هغه پرضد له ناوړه سياست څخه ډډه ونه کړي او د هغه د راتګ لاره جوړه نه کړي نو دوی به هم د حکومت په خلاف وسلې راواخلي او پاڅون به وکړي.
د غونډې ګډون کونکو د دغه ولايت د امنيتي حالت په اړه اندېښنې څرګندې کړې او وې ويل چې حکومت د امنيت په ټینګولو کښې پاتې راغلے دے.
له بله پلوه د فارياب د ملي امنيت ادارې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي: چې ياده غونډه يواځې په جنبش ګوند پورې اړه لري زياتوي چې دغې غونډې ته د دوستم پلويانو په زور سره د ليسو زده کوونکي او محصلين ور وستي وو.
د يادونې ده، چې تقريبا يوه هفته مخکې رپوټونه خپارۀ شوي وو چې افغان ولسمشر غني ترکيې ته د خپل تګ په مهال له دوستم سره ټيلفوني خبرې کړي او هغه يې بيرته هېواد ته راغوښتے دے.
د دوستم او ايشچي تر منځ د شخړې له رامنځته کېدو څو مياشتې وروسته جنرال دوستم د ولسمشر غني په غوښتنه له هېواده تبعيد کړې شو چې اوس هم په هغه هېواد کښې د جلا وطنۍ ژوند کوي.