په افغانستان کښې د قدس د نړیوالې ورځې لاریون ترسره کیدا
Jun 08, 2018 14:27 Asia/Kabul
د کابل په شمول د افغانستان د بیلابیلو ښارونو خلکو د صهیونیسټ رژیم پر ضد د لاریون په ترسره کولو سره پر فلسطینی ملت د دغه رژیم جنایتونه وغندل.
ایرنا راپور ورکړی،افغان لاریونکونکو د جمعې لمانځه په ادا کولو پسې صهیونیسټی او آمریکایی ضده شعارونو په پورته کولو سصره له فلسطینی ملته خپل ملاتړ اعلان کړ.په دغه لاریون کښې برخوالو د قدس له نیواکګرو د مبارزې او د هغو له عربی او لویدیځو ملاتړو سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو تر مینځ د وحدت پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان خلکو همدغه راز په دغو مراسمو کښې د صهیونیسټ رژیم بیرغ وسوزاوه او د دغه رژیم پر جنایتونو یې خپله غوسه او ترې کرکه وښودله.
ټیګونه