طالبانو هم اوربند اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72950-طالبانو_هم_اوربند_اعلان_کړ
د افغانستان طالب ډلې د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت د ډزبندۍ اعلان وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2018 06:16 Asia/Kabul
  • طالبانو هم اوربند اعلان کړ

د افغانستان طالب ډلې د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت د ډزبندۍ اعلان وکړ.

رویټرز خبري آژانس لیکلي چې طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دغې ډلې د نیکمرغه وړوکي اختر په مناسبت په افغانستان کښې اوربند اعلان کړ.

له دې مخکښې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د روژې د مبارکې میاشتې له اوویشتمې نه د وړوکي اختر تر شپږمې نیټې پورې په یواړخیزه توګه په هیواد کښې د اوربند اعلان کړی و.

هغه د افغانستان له ټولو امنیتي ځواکونو غوښتي چې په دغه موده کښې د طالبانو په شمول د ځینو مخالفو ډلو خلاف عملیات ودروي.

خو ولسمشر په عین حال کښې څرګنده کړې چې داعش، القاعده او بهرنی ترهګرۍ ډلې د افغانستان د حکومت په اوربند کښې نه شاملیږي او د دغو ډلو د ځپنې عملیات به جاري وي.

د افغانستان د عالمانو شورا هم په دې وروستیو کښې په کابل کښې یوه غونډه کښې له ښکیلو خواؤ څخه د ډزبندۍ او د جنګ او تشدد د ختمولو غوښتنه کړې ده.