د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر له دندې ګوښه شو
Jun 09, 2018 10:51 Asia/Kabul
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر، علي احمد عثماني د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر اساس له دندې ګوښه شوی دی.
د ولسمشر د حکم له مخې انجنیر ګل محمد خُلمې د دې وزارت مرستیال، اوس مهال د وزیر په توګه د ولسي جرګې د رایې ورکړې لپاره نوماند شوی دی.
علي احمد عثماني په داسې حال کې له دندې ګوښه کېږي چې مخکې له دې د ولسمشر او ده، ترمنځ جنجالونه راپورته شوي وو.
مخکې له دې ولسمشر نوموړی حتی د کورنیو او بهرنیو سفرونو څخه هم منع کړی وه.
په وروستۍ پېښه کې د کابل هوايي ډګر پولیسو ده ته اجازه نه وه ورکړې چې بلخ او بادغیس ولایتونو ته سفر وکړي.
ټیګونه