په افغانستان کښې له ۱۳۰ نه د ډېرو ترهه ګرو هلاکت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74279-په_افغانستان_کښې_له_۱۳۰_نه_د_ډېرو_ترهه_ګرو_هلاکت
د افغانستان په مختلقو سيمو کښې د ترهه ګرو په خلاف د افغان امنيتي ځواکونو د تېرو څلوريشتو ګېنټو په عملياتو کښې ۱۳۲ ترهه ګر په هلاکت ورسېدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2018 13:56 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې له ۱۳۰ نه د ډېرو ترهه ګرو هلاکت

د افغانستان په مختلقو سيمو کښې د ترهه ګرو په خلاف د افغان امنيتي ځواکونو د تېرو څلوريشتو ګېنټو په عملياتو کښې ۱۳۲ ترهه ګر په هلاکت ورسېدل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن وويل، دغه عمليات په ننگرهار ، لغمان ، غزنی ، خوست، وردک ، پکتيا ، ارزگان ، بادغيس ، غور ، فارياب ، تخار ، قندوز ، نيمروز او هلمند ولايتونو کښې وشول  چې له امله يې ۴۷ نور تره ګر هم ژوبل شول.

په دغو عملياتو کښې د ترهه ګرو يولس د پټېدو ځايونه هم کشف او تباه کړې شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خالي په ورځ په کابل کښې په خپل اخباري کانفرنس کښې له طالب ډلې سره د دغه هېواد د حکومت يواړخيزه ډزبندۍ په ختمېدو سره  د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې د دغې ډلې او ترهه ګرو په خلاف د عملياتو د شروع کولو حکم جاري کړ.