افغان ولسمشر طالبانو سره د ۳ میاشتو لپاره مشروط اوربند اعلان کړ
افغان ولسمشر اشرف غني د عرفې له ورځې تر میلاد النبي (ص) پورې د دریو میاشتو لپاره له طالبانو سره اوربند اعلان کړ.
محمد اشرف غني چې پرون يې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹مې کلیږې د نمانځلو په مراسمو کښې د دارالامان په قصر کښې وینا کوله، وویل، چې دا اوربند به په ټول هیواد کې عملي کیږي.
هغه زیاته کړه، چې د قربانۍ اختر په رارسېدو يې له به بیلا بیلو خلکو سره چې پکې دیني عالمان، سیاسي ګوندونه، سیاسي او ملي شخصیتونه، ښځې، د مدني ټولنې فعالان، ځوانان ، د سولې شورا او د ۳۴ ولایتونو له خلکو سره یې د اوربند په اړه مشورې وکړې.
هغه همدارنګ وویل، چې د اسلامي نړۍ د علماو، د افغانستان د علماو او د سولې د شورا د غوښتنې له مخې یو ځل بیا دې لپاره چې هیواد د اختر ورځې د سولې او ارامۍ په فضا کې ونمانځي، په هیواد کښې اوربند اعلانوي.
خو هغه دغه اوربند د طالبانو لخوا د اوربند له اعلان سره مشروط کړے او ويلي يې دي چې د هرې مودې چې طالبان وغواړي، دا اوربند غځولی شي.
هغه د طالبانو پر مشرتابه غږ وکړ، چې د واقعي او دوامدارې صلحې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کښې د صلحې خبرو اترو ته چمتووالی ښکاره کړي.
د یادونې وړ ده، چې دتیر کوچني اختر پر مهال حکومت د ۱۵ ورځو او طالبانو د درېیو ورځو اوربند اعلان کړی .