له طالب ډلې په افغانستان کښې د نېټو د نمائنده غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76053-له_طالب_ډلې_په_افغانستان_کښې_د_نېټو_د_نمائنده_غوښتنه
په افغانستان کښې د نېټو استازي له طالب ډلې وغوښتل د اشرف غني له حکومت سره دې د صلحې خبرې اترې وکړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 31, 2018 14:26 Asia/Kabul
  • له طالب ډلې په افغانستان کښې د نېټو د نمائنده غوښتنه

په افغانستان کښې د نېټو استازي له طالب ډلې وغوښتل د اشرف غني له حکومت سره دې د صلحې خبرې اترې وکړي.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د نېټو استازي کورنيليوس ريمرمن وويل، طالب ډله پکار دي د کابل له حکومت سره خبرې اترې شروع کړي چې په دغه هېواد کښې جنګ ختم شي.

له بلې د طالب ډلې يو وياند ذبيح ا... مجاهد وويل د امريکې او نېټو چارواکو په افغانستان کښې له خپلې ماتې څخه د عامه ذهنونو د اړولو لپاره داسې څرګندونو ته مخه کړې ده.

ذبيح ا... مجاهد وويل، د افغانستان د جنګ د ختمېدو يوازېنۍ لار له افغانستانه د امريکې په مشرۍ د بهرنيو فوځيانو وتل دي.

د افغانستان خلق او اکثر حکومتي او سياسي او مذهبي مشران هم په افغانستان کښې د امريکې په مشرۍ د بهرنيو فوځيانو شتون د جنګ او ناامنۍ سبب بولي.