له انتخاباتي کمېشن څخه د افغانستان د سياسي ګوندونو غوښتنه
د افغانستان سياسي ګوندونو د انتخاباتو له کمېشنه وغوښتل چې د بيومېټرک هوشمن سېسټم نۀ لرونکو سيمو کښې ثبت شوې رائې دې باطلې کړي.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې دافغانستان يو شمېر سياسي ګوندونو پرون له بيومېټرک ټېکنالوجۍ څخه په استفادې سره د انتخاباتو له جوړولو څخه په هرکلي سره تاکيد وکړ، هغه رائې چې له دغې ټېکنالوجۍ څخه له استفادې نه بغېر او په دوديزه توګه ثبت شوې وي پکار دي باطل اعلان شي.
د افغانستان ۳۵ سياسي ګوندونو په ګډه خبرپاڼه کښې د انتخاباتو له کمېشنه غوښتي دي چې د انتخاباتو د روڼوالي لپاره ټول ګوندونه او مدني ادارې دې په مرکزي سرور او ډېټا باندې د څارنې حق ولري.
دغو ګوندونو خبردارے ورکړ، په داسې صورت کښط چې د انتخاباتو کمېشن د رايو د شفافيت ضمانت ورنکړي د انتخاباتو چلند د منلو نه دے.
د افغانستان پارلېماني انتخابات ټاکل شوې ده د اکتوبر د روانې مياشتې په شلمه نېټه وشي.