راتلونکې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي
(last modified Mon, 15 Oct 2018 02:56:05 GMT )
Oct 15, 2018 07:26 Asia/Kabul
  • راتلونکې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي

د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن ویاند په ټاکلې نیټه د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدو خبر ورکړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې سید حفیظ ا... هاشمي پرون په کابل کښې یوه خبري غونډه کښې وویل: د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د اکتوبر په شلمه (راتلونکې شنبه) په ټول افغانستان کښې ترسره کیږي او د بایومیټرک سیسټم کارول به د دې بهیر د روڼتیا ضمانت ورکړي.

د ویلو ده چې کابل نیوز ټي وي چینل په دې وروستیو کښې خبر ورکړی و چې لویدیځ هیوادونه د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کیدو د نیټې د ځنډولو هڅه کوي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن ویاند همداشان حکومتي چارواکو او کارکونکو ته خبرداری ورکړ چې د دې کمیشن په چارو او د انتخاباتو په بهیر کښې له لاسوهنې ډډه وکړي ګني څارنوالۍ ته به وروپیژندل شي.

 

ټیګونه