په پارلیمانی انتخاباتوبه کابودوه لکه ۳۵زره څارونکی څارنه وکړی
ټاکل شوې ده د افغانستان پارلیمانی انتخابات له درو کلونو ځنډه وروسته داکتوبر په شلمه نیټه ترسره کیږی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ د افغانستان د انتخاباتو دخپلواکه کمیشن ویندوی سید حفیظ الله هاشمی وئیلی دی ، ممکنه ده د انتخاباتو دناظرانو شمیر زیات شی ، ځکه دوی نن د اداری وخت تر ختمیدا پورې مهلت لری څو له دغه اورګانه د څارنې کارتونه ترلاسه کړی.
حفیظ ا.. هاشمی همداراز زیاته کړې ، د کاندیدانو د نامو دثبتونې دبهیر له هماغه پیلیدا راهسې تر دې دمه په درست افغانستان کې کابو نهه انتخاباتی کاندیدان دبم چاودنو او یا وسلوالو حملو کې وژل شوی دی .
هغه وئیلی دی ، د افغانستان په دهنه غوری ، یمګان ، وردوج، کوهستانات ، خاک افغان ، نوزاد،موسی کلا،دیشو،ریګ خان نشین او بغران ولسوالیو کې انتخابات نه ترسره کیږی .
دافغانستان په غزنی ولایت کې هم دسیاسی مخالفتونو په دلیل انتخابات نه ترسره کیږی .
ټاکل شوې ده د افغانستان پارلیمانی انتخابات له درو کلونو ځنډه وروسته داکتوبر په شلمه نیټه ترسره کیږی .