د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو د نتائجو په اړه د حکمتيار ردعمل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77502-د_افغانستان_د_پارلېماني_انتخاباتو_د_نتائجو_په_اړه_د_حکمتيار_ردعمل
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په پارلېماني انتخاباتو کښې د دغه هېواد د خلقو د ميليني شتون په اړه خپارۀ شوي رپوټونه له تمسخره ډک وبلل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 22, 2018 15:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو د نتائجو په اړه د حکمتيار ردعمل

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په پارلېماني انتخاباتو کښې د دغه هېواد د خلقو د ميليني شتون په اړه خپارۀ شوي رپوټونه له تمسخره ډک وبلل.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مې ګلبدين حکمتيار له شمشاد ټي وي چېنل سره په مرکه کښې د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو په چلند کښې فني مشکلاتو ته په اشارې سره دغه چلند ناکامه وبله او زياته يې کړه، د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو چلند د نه اعتماد وړ او په دغو انتخاباو کښې د ميليني خلقو د ګډون اعلان له تمسخره ډک دے.

هغه د رائې ورکولو د يو شمېر باقي پاتې مرکزونو بندېدو ته په اشارې سره په کاميابۍ سره د دغه هېواد د پارلېماني انتخاباتو د جوړېدو په اړه د افغانستان د انتخاباتي کمېشن څرګندونې ردې کړې.

دا په داسې حال کښې دي چې د ګلبدين حکمتيار يو زوے جمال الدين د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو يو نامزد  ؤ.

حکمتيار په تېرو دوو کلونو کښې د انتخاباتو په شمول د مختلفو مسائلو په باره کښې ضدونقيض دريځونه غوره کړي دي.