طالبانو د ناټو په عسکرو د برید مسولیت ومانه
Oct 23, 2018 13:48 Asia/Kabul
-
د روان میلادي کال له پیل راهسې تراوسه په افغانستان کښې د امریکا په مشرۍ اته(۸) بهرني عسکر وژل شوي دي .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وویل هغه سړی چې پرون یې د ناټو په عسکرو برید کړی وو «وحید الله ننګرهاری» نومیده .
دافغانستان د هرات ولایت په شین ډنډ هوایی اډې کښې دطالبانو په ډزو کښې دناټو یو(۱) عسکر وژل شوی او دوه (۲)نور ژوبل شوی وو .
د روان میلادی کال له پیل راهسې تراوسه په افغانستان کښې د امریکا په مشرۍ اته(۸) بهرنی عسکر وژل شوی دی .
حاضردمه د امریکا دشپاړس زره (۱۶۰۰۰)پوځیانو په شمول نولس زره (۱۹۰۰۰)بهرنی عسکر له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت دتامینولو په پلمه په افغانستان کښې شتون لری .
دامریکا او دنورو بهرنیو عسکرو شتون د ناامنۍ او دبې ثباتۍ له زیاتیدا او دترهګرۍ له پراخیدا او د ملکی وګړو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .
ټیګونه