د افغانستان ولسمشر ترهګرو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78103-د_افغانستان_ولسمشر_ترهګرو_ته_خبرداری_ورکړ
افغان ولسمشر خبرداری ورکړ چې ترهګر په ترهګرو بریدونو او چاودنو سره خپلو سپيرو موخو ته نه شي رسیدی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2018 04:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر ترهګرو ته خبرداری ورکړ

افغان ولسمشر خبرداری ورکړ چې ترهګر په ترهګرو بریدونو او چاودنو سره خپلو سپيرو موخو ته نه شي رسیدی.

د آوا خبري آژانس په لیکنه، د افغانستان ولسمشر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل پرونۍ ترهګره حمله وغندله او ويې ویل چې د تکفیري ډلو دا ډول اقدامات یوازې د خلکو کرکه او نفرت په ځان پسې لري.

هغه همداشان له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د دې جنایت عامل یا عاملان ونیسي او سزا ورکړي.