اشرف غنی او قريشي د ترهګرۍ په خلاف په ګډې مبارزې تاکيد وکړ
(last modified Sun, 16 Dec 2018 02:04:11 GMT )
Dec 16, 2018 06:34 Asia/Kabul
  • اشرف غنی او قريشي د ترهګرۍ په خلاف په ګډې مبارزې تاکيد وکړ

افغان ولسمشر اشرف غنی او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قرېشي سره پر دوه اړخيزو همکاريو، له ترهه ګرۍ سره په ګډې مبارزې او د ترهه ګرۍ په خلاف په مبارزه کښې د ملګرتياو د تفاهم پر ياداشت بحث او خبرې وکړې.

له ارګ څخه په خپروه شوې خبرپاڼه کښې راغلي، چې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د بهرنيو چارو  له وزير شاه محمود قریشي سره چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، پرون ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

افغان ولسمشر غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګه له ترهه ګرۍ سره په ګډې مبارزې او د ترهه ګرۍ په خلاف د مبارزې په برخه کښې د ملګرتيا د تفاهم پر یاداشت چې پرون د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړ، خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا زیاتې باوري فضا د رامنځ ته کولو په برخه کښې وویل، باثباته افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دے.

 

ټیګونه