د افغانستان ولسمشر اماراتو ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80954-د_افغانستان_ولسمشر_اماراتو_ته_لاړ
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو پلاوي په مشرۍ د اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته روان شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2019 09:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر اماراتو ته لاړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو پلاوي په مشرۍ د اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته روان شو.

ټاکل شوې چې اشرف غني په دغه رسمي سفر کښې د شیخ محمد بن زاید آل نهیان په شمول د اماراتو له ځینو چارواکو سره وګوري او د دواړو لورو د دلچسپۍ اړیکو د پراختیا او د مسائلو په هکله به خبرې اترې وکړي.

اشرف غني به په دې سفر کښې هم دا شان د کلتور، معارفو، ورزش، معدن، انرجۍ او کرهڼې په برخو کښې د ملګرتیا شپږ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.