عبدالله عبدالله د افغانستان شل فيصده خاوره لا له مائنونو نه پاکه شوې
Apr 05, 2019 16:18 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر په دغه هېواد کښې د باقي پاتې شلو فيصدو مائنونو د نه شنډېدو خبر ورکړ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې عبدالله عبدالله نن په کابل کښې د مائن له خطراتو څخه د اګانۍ د نړيوالې ورځې په غونډه کښې وويل، که څه د مائنونو او نه چاودل شويومهماتو پاکسازۍ په لړ کښې زيات کارونه ترسره شوي دي خو اوسهم د افغانستان شل فيصده خاوره له مائنونو نه ده پاکه شوې.
هغه زياته کړوه، د نه چاودل شويو مائنونو باقي پاتې شل فيصده برخه د اشرف غني د حکومت لپاره يو ستر مشلک ګڼل کيږي او بوږنونکي سرتاوانونه رامنځته کوي.