کابل ته د امريکې د لوړ رتبه فوځي چارواکي سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81378-کابل_ته_د_امريکې_د_لوړ_رتبه_فوځي_چارواکي_سفر
د امريکې د فوځ د مرکزي درستيزوالۍ نوے قوماندان په دغه مقام له انتصابه وروسته د وړومبي ځل لپاره له افغان چارواکو سره د کتنې لپاره کابل ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2019 09:56 Asia/Kabul
  • کابل ته د امريکې د لوړ رتبه فوځي چارواکي سفر

د امريکې د فوځ د مرکزي درستيزوالۍ نوے قوماندان په دغه مقام له انتصابه وروسته د وړومبي ځل لپاره له افغان چارواکو سره د کتنې لپاره کابل ته لاړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې جنرل کېنت مېک کېنزي کابل ته په سفر کښې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د دغه هېواد ځينو نورو چارواکو سره کتنه وکړه.

د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ د بيانيې له مخې په دغه کتنه کښې دواړو خواو له ترهه ګرۍ سره د مبارزې، د سيمې د مسائلو او د افغان امنيتي ځواکونو د تامينولواو سنبالولوپه اړه خبرې اترې وکړې.

د امريکې د فوځ د مرکزي درستيزوالۍ نوي قوماندان په داسې حال کښې کابل ته سفر کړے دے چې طالب ډله د صلحې په خبرو اترو کښې تل تاکيد کوي چې د صلحې له بهير سره د يوځاے کېدو لپاره پکار دي وړومبے له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي.