فضل هادي مسلمیار یوځل بیا د افغانستان د سنا په مشرۍ غوره شو
(last modified Sat, 27 Apr 2019 01:32:19 GMT )
Apr 27, 2019 06:02 Asia/Kabul
  • فضل هادي مسلمیار یوځل بیا د افغانستان د سنا په مشرۍ غوره شو

فضل هادي مسلمیار د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګو د اوولسم پړاؤ په وړومبنۍ غونډه کښې د رایو په اتفاق سره یوځل بیا د پنځه کلن پړاؤ لپاره د دغه هیواد د سنا جرګې د مشر په توګه غوره شو.

فضل هادي مسلمیار د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګو د اوولسم پړاؤ په وړومبنۍ غونډه کښې د رایو په اتفاق سره یوځل بیا د پنځه کلن پړاؤ لپاره د دغه هیواد د سنا جرګې د مشر په توګه غوره شو.

د افغان غږ خبري آژانس په لیکنه، فضل هادي مسلمیار پرون د مشرانو جرګې د غړو په ۶۱ رایو سره یوځل بیا د دغه ارګان په مشرۍ وګمارل شو.

د ویلو ده چې د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د فعالیت اوولسم پړاؤ پرون خپل کار پیل کړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هیواد د پارلیمان او سینیټ د کار پیلولو په مراسمو کښې وویل: د خلکو د خدمت لپاره د استازو د کارونو د ښه پلاننګ په موخه ټول حکومتي اسناد دوي ته ورکړی شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي جمهوري نظام دوام او د هیواد اساسي قانون له طالب ډلې سره په مذاکراتو کښې سرې کرښې دي او له دغې ډلې سره به هیڅ ډول موافقه د افغانستان د ولسي جرګې له تایید پرته ونه شي.

 

ټیګونه