د افغانستان د صلحې د مشاورتي لوئې جرګې شروع کېدل
د افغانستان د صلحې د مشاورتي لوئې جرګې غونډه د سختو امنيتي تدابيرو ترمېنځ او د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون سره پرون په کابل کښې شروع شوه.
د افغانستان د صلحې د مشاورتي لوئې جرګې کمېشن اعلان وکړ: په دغه غونډه کښې تقريباً درې زره تنه ګډون کوي. په افغانستان کښې د صلحې د راوستلو تعريف او څه رنګوالے او له طالب ډلې سره د خبرو اترو د چوکاټ ټاکل د دغې جرګې دوه اصلي موضوع ګانې اعلان شوې دي.
د صلحې د مشاورتي لوئې جرګې له ناستې سره په يو وخت په ټول کابل کښې په خاصه توګه د دغه ښار په مرکز کښې د تلاشۍ پوستې جوړې شوې دي، په ټول ښار کښې فوځي او پوليس ځواکونه په دائمي توګه د ګزمې په حال کښې دي او په حالاتو باندې له نزدې څخه نظر لري.
له بلې خوا د مخکښيني ولسمشر حامد کرزي، اجرائي مشر عبدا... عبدا...، د ولسمشر د وړومبي مرستيال عبدالرشيد دوستم، د افغانستان د صلحې د عالي شورا د مشر محمد کريم خليلي او د ديارلسو ګوندونو د مشرانو په شمول د افغانستان تقريباً پنځوسو سياسي شخصيتونو لويه جرګه بائيکاټ کړې او پکښې ګډون نه کوي.
طالب ډلې هم بېګا په يوې بيانيه کښې اعلان وکړ د افغان حکومت لويه جرګه د صلحې بهير خرابوي او دغه غونډه يوه نمائشي غونډه او د اغيارو د مقاصدو په لړ کښې ده.
د افغانستان د صلحې مشاورتي لويه جرګه په داسې حال کښې پرون شروع شوه چې د دغه هېواد ولسمشر محمد اشرف غني دا هيله لرله چې دغه غونډه به د افغانستان د ټولو سياسي ډلو او نفوذ لرونکو شخصيتونو په ګډون سره جوړه شي.د حنيف اتمر او عبدا... عبدا.... او د افغانستان د يو شمېر ګوندونو په شمول د دغه هېواد د ولسمشرۍ د راتلونکو اانتخاباتو د ځينو ټيمو لخوا د جرګې بائيکاټ د دغې غونډې په تاثير کولو سيورے کړے دے.
په تېره بيا دا چې د افغانستان د صلحې د مشاورتي لوئې جرګې د بائيکاټ کونکو په لېسټ کښې د دغه هېواد د صلحې د عالي شورا مشر محمد کريم خليلي هم موجود دے چې دغه مسئله د اشرف غني لپاره يو خاص پېغام لري.
د دې باوجود چې خليلي د اشرف غني په حکم د افغانستان د صلحې د عالي شورا د مشرۍ په مسند ناست دے او د هغه تر مديريت لاندې د دغې ادارې ماموريت په دغه هېواد کښې د صلحې د ټينګښت لپاره هلې ځلې دي خو د خليلي لخوا د صلحې د لوئې جرګې بائيکاټ د دې ښودنه کوي چې د صلحې د عالي شورا مشر هم په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او ثبات او ارامښت د راوستلو لپاره دغه غونډه ګټوره نه بولي.
که څه هم د لوئې جرګې د نورو بائيکاټ کونکو ځينې انګېزې په مهمه توګه سياسي دي خو پکار دي پاملرنه اوشي چې د خليلي موقف له دې نه زياته چې سياسي وي فني او د کارپېژندنې چوکاټ لري،ځکه چې منطق دا حکم کوي چې پکار دي د صلحې د عالي شورا د مشرۍ په پوسټ کښې د هغه له کاميابۍ سره د صلحې د مسئلې د ګنډل کېدو په وجه په افغانستان کښې د صلحې له بهير سره يوځاے کولو ته د طالبانو د هڅولو لپاره له هر کورني او بهرني ظرفيت څخه هرکلے وکړي.
د صلحې د مشاورتي لوئې جرګې د بائيکاټ کونکو سياسي شخصيتونو له نظره دغه غونډه د کابل د حکومت او طالب ډلې د خبرو اترو د زمينې د نه برابروالي، د افغانستان د صلحې په چارو کښې د امريکې د مداخلت کونکي بهير او همدارنګ د انتخاباتي کمپېن په توګه دغې غونډې ته د اشرف غني نظر په شمول په مختلفودلائلو په افغانستان کښې د ملي پخوله ينې په اجراء کښې لار خلاصونکې نه شي کېدې. د صلحې د مشاورتي لوئې جرګې د غونډې په اړه د پرديو له اهدافو سره د دغې غونډې په غږملتيا باندې د تاکيد په لړ کښې د طالب ډلې بيانيه هم په داسې حال کښې چې دغې ډلې تر اوسه له امريکې سره د خبرو اترو پينځه پړاونه ترسره کړي او ټاکل شوې ده شپږ پړاو هم ډېر زر په قطر کښې اوشي.داسې ښکاري چې په افغانستان کښې د صلحې د لوئې جرګې په اړه د طالب ډلې بيانيه په دغه هېواد کښې د جنګ او صلحې دوه ګوني والي سره په مخامخېد نه کښې له مفهومي تضادونو سره مخامخ ده.
په تېره بيا دا چې طالبانو په يو سوچ رامنځته کونکي دريځ کښې لويه جرګه د امريکې د نيواکګرۍ د ختمولو لپاره يو خنډ بللے چې له واقعيت سره غږملتيا نه لري.
------